ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د شولګرې ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل شوی

د بلخ د شولګرې ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل شوی

author avatar
19 Dec 2020 - 09:11
د بلخ د شولګرې ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل شوی
author avatar
19 Dec 2020 - 09:11

مزارشريف (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۹۹): د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ د ملي امنيت مدير د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د دغه ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې د لېندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شولګر ولسوالۍ د ملي امنيت مدير احمد نويد پرون له غرمې وروسته له خپلو دوو ساتونکو سره د ماين په چاودنه کې ټپي شو.

خو يادې سرچينې وروسته وويل چې احمد نويد وروسته په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د سرچينې په حواله، نوموړی له شولګر ولسوالۍ مزار ښار ته پر لاره و چې د يادې ولسوالۍ د بودنه قلعه په سيمه کې يې پر ټانګ د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.

د بلخ امنيې قومانداني په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه.

د بريد مسووليت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.