ژبه

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۹): د پوهنې وزارت وایي، په هغه هوکړه کې په مستقیم ډول نه دی شامل چې له لارې یې یونیسف غواړي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ۴۰۰۰ ښوونځي جوړ کړي.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) د روانې لېندۍ میاشتې په ۲۸مه وویل، له طالبانوسره یې هوکړه کړې چې د هغوی ترکنټرول لاندې سیمو کې د څلورو زرو نویو ښوونځیو جوړولو سره ۱۲۰ زرو هغو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي، چې له زده کړو بهر پاتې دي.

د بریتانیا ورځپاڼې ګارډین راپور خپور کړی چې د یونیسف د ښوونې او روزنې د برخې مسوول لارينا ډيا ویلي چې په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د دوی د پلاوي د لیدنې پر مهال هغوی ترې د دې ښوونځیو د جوړولو غوښتنه کړې وه.

د یونیسف د پوهنې برخې مسوولې ویلي، اوسمهال پلان لري چې دا پروسه د زده کړې لومړیو درېیو کلونو پورې پلې کړي.

د پوهنې وزارت ویانده نجيبه ارين په دې اړه وايي :«هغه هوکړه چې په دې وروستيو کې پرې ډېرې خبرې کېږې چې ګواکې يونيسف له طالبانو سره هوکړه ليک لاسليک کړی، پوهنې وزارت په مستقيم ډول په دې هوکړه کې دخيل نه دی.»

خو هغه زیاتوي چې یاد وزارت له يونيسف سره درې کلن کاري پلان لري، تر څو په هغو سيمو کې چې هلته ښوونځي نشته محلي ټولګي جوړ کړي او له لارې یې ماشومانو ته تعليمي خدمات وړاندې شي.

ارین زياتوي، يادو ټولګيو ته ښوونځي د پوهنې وزارت له خوا ټاکل کيږي، په دغو ټولګیو کې د پوهنې وزارت نصاب پلی کيږي او مالي ملاتړ يې يونيسف او نور نړيوال بنسټونه کوي.

د طالبانو د سياسي دفتر له وياند نه مو هم د واتسپ له لارې د دوی او یونیسف د هوکړې په اړه وپوښتل خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې څه د پاسه درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو پاتې دي، چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.