ژبه

په هرات کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي

توسط Khwaja Nasir Sideqi

دسمبر 21, 2020 - 2:29 pm

Views: 290

هرات ښار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٩): د هرات روغتیایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د هرات-پښتون زرغون ولسوالۍ پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

هغه وایي چې لس ټپیان د هرات حوزوي روغتون او دوه نور د هرات امبولانس په وسیله د ګذرې ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.

د هغه په وینا، د ټولو ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د یادونې ده، ډېری ترافیکي پېښې د سړک خراب والي او موټر چلوونکو بې پامۍ له امله رامنځته کېږي.