مزارشريف ( پژواک، ۳مرغومی ۹۹) : په بلخ ولايت کې د کرنيزو توکو لسګونه سړې خونې او زېرمې د کرنې او مالدارۍ وزير له خوا پرانېستل شوې.
چارواکي وايي، چې د دغو سړو خونو او زېرمو په فعالېدو سره به کروندګر وکړای شي، چې خپل کرنيز توکي له يو فصل څخه تر بل فصل پورې وساتي.
دغه پروژې د کرنې وزارت او مالدارۍ ملي پروګرام په مالي ملاتړ د سيمه ييزو انکشافي شوراګانو له خوا پلي شوي دي.
شمال زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام مسوول فهيم جباري پژواک اژانس ته وويل چې بلخ ولايت کې د کرنيزو توکو د خونديتوب لپاره ټولټال ۵۸۵ سړې خونې او زېرمې ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې دي.
هغه زياته کړه، په دغو پروژو کې د پيازو ساتلو ۳۰۰ زېرمې، د کچالو ساتلو ۹۰ زيرمې، د انارو او مڼو ساتلو ۱۸ سترې زېرمې، ۱۳۵ کشمش خانې او د سبزيجاتو د وچولو ۳۲ خونې شاملې دي.
نوموړي وويل، پر دغو پروژو ټولټال ۲۹۰ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
جباري وويل: (( د دغو سړو خونو او زېرمو په جوړېدو سره به کروندګر وکړای شي، چې خپل هغه محصولات وساتي چې بازار ته يې نه شي رسولی)).
په شمال زون کې د باغدارۍ ملي پروګرام مسوول وويل، چې دغه پروژې يې د بلخ ولايت په ۱۴ ولسواليو کې پلې کړې دي.
د کرنې او مالدارۍ وزير انور الحق احدي په همدې تړاو جوړ شوي پروګرام کې وويل، چې حکومت د زراعتي محصولاتو د ودې لپاره منظم پروګرامونه تر لاس لاندې لري.
احدي وويل، حکومت په روان کال کې د کرنې د ودې او پراختيا لپاره ۵،۸ ميليارده افغانۍ تخصيص کړې دي.
نوموړي زياته کړه، حکومت په ټول هېواد کې په مساوي ډول د کرنې د ودې لپاره لومړيتوب ورکړی دی.
د دهدادي ولسوالۍ کروندګر شفيق الله پژواک ته وويل چې د سړو خونو په جوړېدو سره يې ستونزې تر يوه حده پورې حل شوې دي.
هغه زياته کړه، لس جريبه ځمکه لري او هر کال به يې د پسرلي او اوړي په فصل کې ترکاري ځکه خرابېده چې د ساتل کېدو لپاره يې ځای نه درلود.
نوموړي وويل، اوس کولی شي چې په جوړو شويو سړو خونو کې لږ تر لږه تر څلور مياشتو پورې خپل محصولات خوندي وساتي.
دغه کروندګر له حکومته غوښتنه وکړه چې کرنيزو محصولاتو ته يې د بازار موندنې په برخه کې هم له دوی سره مرسته وکړي.









