ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالیو کې د معلولو ښځو هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې

author avatar
23 Dec 2020 - 13:56
author avatar
23 Dec 2020 - 13:56

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۹۹): د یوې څېړنې پایلې ښيي چې د ټولنې او کورنۍ په کچه له ۷۶ سلنه معلولو ښځو سره تاوتریخوالی روان دی، خو په څارنوالیو کې د معلولو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې.

له ماینونو د اغېزمنو افغانانو موسسې (السو) د معلولو ښځو د ستونزو د ښه درک په موخه چې په افغانستان کې د دوی پر وړاندې تاتریخوالی او ناوړه چلند موجودی دی په څلورو میاشتو کې څېړنه کړې او نن یې پایلې خپرې کړې دي.

د السو دفتر مرستیالې امنې نظري نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د یادې څېړنې د راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل: ((یاده څېړنه د امکاناتو د کمښت او په هېواد کې د کرونا بحراني حالت له امله له ۴۷ داسې معلولو نجونو او ښځو ترسره شوې چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو لوړ او بېلا بېل معلولیتونه یې درلودل په کابل، بلخ، بامیان او پروان ولایتونو کې ترسره شوې ده.))

د نوموړې په خبره، په یاده څېړنه کې ۷۴ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي چې له دوی سره بد چلند لکه د معلولیت له امله پرې ملنډې وهل(بد لقبونه یادول)، د جرم او ګناه نسبت کول او د کورنیو او ټولنې په کچه پرې ملنډې وهل شوې دي.

د یادې څېړنې موندنې ښيي چې ۸۹ سلنه معلولین د ټولنې په کچه د خلکو له مهربانه دید څخه ځورېږي، ۳۲ سلنه ګډونوالو ویلي چې د کورنۍ په سطحه رټل شوې، ۱۷ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي چې د معلولیت له امله د ټولنې په کچه رټل شوي، ۵۷ سلنه ګډونوالو ویلي چې د معلولیت له امله یې د خلکو له افسوس ډک او مهربانه چلند د دوی پر روحیه منفي اغېز لري. په ورته وخت کې د څېړنې ۴۰ سلنه ګډونوالو ویلي چې د خلکو افسوس او له مهربانۍ ډک دید پرې لږ اغېز لري.

د څېړنې په دوام، ۱۱ سلنه معلولو ښځو ویلي چې په کوڅه، بازار او سړکونو ورسره فزیکي تاوتریخوالی شوی او ۳ سلنه ښځو د کورنۍ په کچه له فزیکي تاوتریخوالي څخه شکایت کړی دی.

د دغې څېړنې په یوه برخه کې راغلي، په څېړنه کې د شاملو ښځو او نجونو له ډلې ۱۴ سلنه لوړې زده کړې (لیسانس)، ۲۱ سلنه څوارلسم پاس، ۱۷ سلنه ۱۲ پاس، ۱۰ سلنه نالوستې او شپږ سلنو لومړنۍ زده کړې درلودې.

دغه راز په څېړنه کې د شاملو ښځو او نجونو د دندو د څرنګوالي په اړه ویل شوي، ۴۲ سلنه بېکاره دي، ۷،۳ سلنه په شخصي کارونو بوختې دي، ۱۰،۸ سلنه خیاطي کوي، ۱۰،۶ سلنه ځواب ورکړی چې ښوونکې دي، ۱۹ سلنه ویلي چې زده کوونکې او محصلانې دي او د ۴۷ ښځو له ډلې یوازې ۱۲،۷ سلنه په دولتي او خصوصي ادارو کې دندې لري.

د څېړنې په بله برخه کې راغلي چې له ټولو ۴۷ معلولو ښځو ۱۳ سلنه متاهلې او واده شوې او ۸۷ سلنه یې مجردې دي.

وړاندیزونه

د څېړنې په دوام حکومت او مدني ټولنې ته یو لړ وړاندیزونه شوي دي.

په یادو وړاندیزونو کې ویل شوي چې دولت باید د معلولو ښځو او نجونو د خوندیتوب په برخه کې د ټولنې او کورنیو په کچه د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي، جنسي ځورونې او منفي فکرونو مخه ونیسي.

دغه راز له دولتي ارګانونو او مدني ټولنې غوښتنه شوې چې د معلولینو د حقوقي برخې په تړاو د کورنیو، ټولنې او دولتي مسوولینو د پوهاوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

دغه راز د ښځو چارو وزارت او د شهیدانو او معلولینو چارو کې د دولت له وزارته غوښتل شوي چې د عامې روغتیا په مرسته د مشورې ورکولو مرکزونه ولري او د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په همکارۍ د کورنیو، ټولنې او دولتي ارګانونو په کچه له معلولو ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه یو راپور جوړ کړي.

په دغه څېړنه کې راغلي چې د معلولینو د حقونو د غوښتنې کمېټه باید د خپلو حقونو د غوښتنې په پلان کې د معلولو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بحث د جدي موضوع په توګه ځای پر ځای کړي.

د السو موسسې د بورډ غړې سناتور ملیحې جامي پژواک ته وویل: ((موږ داسې معلولې ښځې لرو چې په واقعي ډول ترې ناسمه استفاده شوې، خو له بده مرغه دوی جرئت نه درلود چې د ښځو پر وړاندې د تاتوریخوالي د مخنیوي څارنوالیو ته لاړې شي او هلته خپل شکایت ثبت کړي.))

هغې زیاته کړه: ((له یادو څارنوالیو څخه زما غوښتنه داده چې که کومه ښځه راځي او د تاوتریخوالي قضیه ثبتوي باید په جدي توګه تعقیب شي، یعنې داسې کار ونه کړي چې ښځه له خپل دغه کار څخه زړه تورې شي.))

نوموړې د معلولو ښځو پر وړاندې د تاتریخوالي بله انګېزه د کافي زده کړو نه لرل و بلل او ويې ویل، که د یادو ښځو د زده کړو کچه لوړه وي حقوقي ستونزه یې حلېږي.

مېرمن جامي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې یادو کسانو ته په ټولنه کې د دوی د حقونو په اړه پوهاوی ورکړي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.