ژبه

لښکرګاه (پژواک، ٦ مرغومى ٩٩): د هلمند د کرنې اوبو الګو او مالدارۍ رياست وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د کېلې ونو ښه حاصل ورکړی دی.
د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو پژواک اژانس ته وويل چې د هلمند په څېړنیز فارم کې یې د کیلې نیالګي ایښي وو چې سږ کال يې مېوه نیولې او ښه نتیجه يې ورکړې ده، خو د هغو د حاصلاتو دقيقه اندازه يې ونه ښوده.
هغه وايي چې د دغه ولايت خاوره او هوا د کيلې ونو لپاره مناسبه ده.
الکو زياته کړه، هڅه کوي په راتونکو کلونو کې په دغه ولایت کې د کیلو نور باغونه هم کېږدي، څو کروندګر د کوکنارو پر ځاى دغه لوري ته مخه کړي.
د دغه ولايت د نادعلي ولسوالۍ يو اوسېدونکى جان اغا چې ياد تحقيقاتي فارم ته راغلى و، غواړي په خپلو ځمکو کې د کېلو باغ جوړ کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې کيله د نورو فصلونو په پرتله ښه حاصل ورکوي او عايد يې هم ښه دى، نور خلک به هم دغه کار وکړي.
د هلمند د کرنې ریاست د بولان په تحقیقاتې فارم کې محقق او پلټونکی عبدالمنان امیري وايي، د کیلې وده او حاصل ډېر حیران کړی دی.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، لا هم معلومه نه ده چې کیله د دغه ولایت په ټوله خاوره کې په همدې ډول وده کوي، که نه په ځینو برخو کې یې.
اميري وایي، که څه هم د کیلې دغه نیالګي په هغه ډول چې اړتیا وه نه دي روزل شوي خو که ښه روزنه يې وشي، کېدای شې چې حاصلات یې تر دې هم ډېر شي.