ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هلمند کې پر شرایطو برابر ۲۵۰زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي”

author avatar
28 Dec 2020 - 12:10
author avatar
28 Dec 2020 - 12:10

لښکرگاه (پژواک، ٨ مرغومى ٩٩): د هلمند د پوهنې رياست چارواکي که څه هم په دغه ولايت کې لسګونو ښوونځيو ته د ودانيو له جوړولو خبر ورکوي خو زياتوي چې ٢٥٠زره پر شرايطو برابر ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د هلمند د پوهنې رييس محمد ولي سرحدي پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د دغه ولايت په مربوطاتو کې ٩٦ ښوونځي جوړ شي.

هغه وايي: ((موږ پلان لرو چې د ٩٦ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړو او دا ټول د هغو ښوونځيو لپاره دي چې دا مهال يې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.))

ولى محمد سرحدى زياتوي چې د يادو ښوونځيو جوړول د پوهنې وزارت له لوري منظور شوي چې ډېر ژر به يې عملي کارونه پيل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځي په موسى کلا، واشير، سنګين، کجکي، دېشو، خانشين، مارجې، نادعلي، ناوه او ځينو نورو سيمو کې جوړېږي.

ده وويل: ((موږ کوښښ کوو چې د دغه ولايت د ټولو هغو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړو چې دا مهال ودانۍ نه لري.))

دى وايي چې د روان کال په جريان کې په نادعلي، ناوې او ګرمسېر ولسواليو کې د يوولسو ښوونځيو جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخيستنې ته چمتو دي.

د سرحدي په وينا، دا مهال په دغه ولايت کې د ٤٠زره نجونو په ګډون ٢٢٠زره کسان پر زده کړو بوخت دي خو د نا امنۍ له امله ٢٥٠زره نور بيا له زده کړو پاتې دي.

ده وويل: ((په دې ٢٥٠زرو کې ٥٠زره يې نجونې دي او دغه شمېر کسان ډېرى يې په لرو پرتو ولسواليو کې دي، د امنيتي ستونزو ترڅنګ کلتوري محدويتونه هم د دې لامل شوي چې کورنۍ پر خپلو لوڼو زده کړې ونه کړي او دغه کسان له زده کړو بې برخې شي.))

د پوهنى رييس زياته کړه چې د قومي مشرانو په همکارۍ يې هلې ځلې پيل کړې څو پر شرايطو برابرو کسانو ته د زده کړو زمينه برابره شي.

دغه راز د مرکز لښکرګاه يوه اوسېدونکي ١٦ کلن اخترمحمد پژواک ته وويل چې د زده کړو په موخه له نادعلي ولسوالۍ مرکز لښکرګاه ته راغلى دى.

دى زياتوي: ((هلته زموږ مکتب تعمير نه درلود، کورسونه نه وو، دلته اوس لښکرګاه ته راغلي يو، هم مو مکتب تعمير لري او هم کورسونو ته ځم.))

ده هم وويل چې په نادعلي او ځينو نورو ولسواليو کې يو شمېر کورنۍ پر خپلو اولادونو، په ځانګړي ډول نجونو زده کړې نه کوي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې دا مهال يې د ځنيو نورو سيمو ترڅنګ د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.