منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په هرات ښار کې یو ډاکتر اختطاف شو

Array
· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۹ کتنې

‌هرات ښار (پژواک، ٩ مرغومی ٩٩): د هرات سیمه ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت یو مشهور ډاکتر نظیف پوینده اختطاف شوی دی.

سرچینې وايي چې ډاکتر نظیف الله پوینده تېره شپه نهه بجې د هرات ښار په صوفي اباد سیمه کې د خپلې دروازې مخې ته اختطاف شوی دی.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده دغه خبر تایید کړ او ویې ویل، د دغه ډاکتر د اختطاف په اړه یې د نوموړي له کورنۍ خبر ترلاسه کړی دی.

د ولي زاړه په خبره، د یاد ډاکتر خوشي کېدو لپاره هڅې پیل شوې دي.

په ورته وخت کې د پېښې عیني شاهدان وايي چې اختطاف کوونکو نظامي جامې اغوستې وې او ډاکتر نظیف الله پوینده یې په زور له ځان سره بېولی دی.