منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۲ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په کونړ کې د پیازو او کچالو ساتلو اتیا خونې جوړې شوې

Array
· ۱ دقیقه لوستل · ۸۹ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ٩ مرغومى ٩٩): د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پیازو او کچالو ساتلو ۸۰ خونې جوړې شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل چې په دغه ولایت کې به د کرنیزو محصولاتو پیاوړتیا او د بزګرانو اقتصادي ودې لپاره ګټور پروګرامونه پلي شي.

والي زیاته کړه، د پیازو او کچالو د ساتلو د دغو اتیا خونو ترڅنګ به په نږدې راتلوونکې کې د سبزیو او مېوو وچولو ۳۰ نورې دستګاوې هم فعالې شي.

دغه راز د کونړ د کرنې او مالدارۍ ريیس ضیاالرحمان مومند وایي، د بزګرانو د لس سلنه ونډې په اخيستلو سره د ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۸۰ د پیازو او کچالو ساتلو خونې جوړې شوې.

مومند زیاته کړه، دغه زېرمې د ۱۴۸۰ ټنه پیازو او کچالو ساتلو ظرفیت لري چې د درېيو مياشتو لپاره په کې ساتل کيږي.

یو تن کروندګر صدیق الله وویل چې تر دې وړاندې به کروندګرو سبزیجات له دې امله ډېر نه کرل چې خرابېدل به او بازار ته به نه رسېدل.

خو دی زیاتوي، اوس چې د پیازو او کچالو د ساتلو لپاره خونې جوړې شوې دهقانان به د نورو کرنیزو توکو پرځای سبزیجاتو ته مخه کړي.