مهترلام (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٩): د لغمان لسګونو ښوونکو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې د خپلو معاشونو لوړېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په اوسني امتياز يې د کورنۍ اقتصادي ستونزې نه حل کېږي.
دغو ښوونکو د مرغومي په ١٤مه د مرکز مهترلام په روښان نمونوي لېسه اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د لغمان ښوونکو شورا مشر مولوي رحیم الله وويل چې له حکومته غواړي، څو د ښوونکو معاشونه لوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه: ((اوس وخت کې له معلم سره ظلم روان دی، مونږ نیمه ورځ کار کوو، له نورو کارونو هم د استادۍ له کبله وتلي يو، مګر بیا مو هم معاش دومره ټیټ دى چې ګوزاره مو پرې نه کیږي.))
دغه راز يوه بل ښوونکي نثاراحمد پژواک ته وویل چې هر کال د ښوونکو تنخواوو لوړېدو اوازې خپرېږي خو بيا عملي بڼه نه خپلوي.
ده زياته کړه: ((لس کاله کېږي د معلمينو معاشاتو لوړېدو اوازې دي خو معاشونه یې نه لوړېږي، دغه معاش زموږ د ورځني ژوند لپاره بسنه نه کوي.))
همدارنګه د قرغیو ولسوالۍ د شهید عبدالستار لېسې استاد زلمي وويل چې حکومت بايد ښوونکو ته اړين او پوره امکانات ورکړي.
نوموړي پژواک ته وویل: ((اوسنی معاش زموږ لپاره بېخي کافي نه دی، که چېرته دولت موږ ته معاشونه لوړ کړي، نو زموږ ټول فکر به تدریس ته شي او له نورو ورځنیو چارو به مو فکر راټول وي.))
يو شمېر نورو ښوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې که چېرې یې مياشتنۍ تنخواوې لوړې نه شي نو لويې لارې به د ترافيکو پرمخ وتړي.
په دې اړه د لغمان د پوهنې رييس عبدالله حميدي پژواک ته وويل چې ښوونکي له مادي پلوه له ډېرو ستونزو سره مخ دي او دا يې حق دى چې د تنخوا د لوړوالي لپاره لاريون وکړي.
ده هم له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د استادانو امتيازاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو وکولاى شي په ښه توګه د تدريس چارې پرمخ يوسي.
دا په داسې حال کې ده، څلور ورځې وړاندې د پکتيا ښوونکو هم په يوه اعتراضيه غونډه کې ويلي وو که چيرې يې معاشونه لوړ نه شي نور تدريس نه کوي.









