مزارشريف (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونو معترض ښوونکو د مياشتني امتيازاتو نه لوړېدو په صورت کې د درسي اعتصاب ګواښ وکړ.
دوی چې د مرغومي په ۱۴مه د مزار شریف ښار په باختر لېسه کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو، له حکومته يې د خپلو معاشونو او امتيازاتو زياتولو غوښتنه وکړه.
په بلخ کې د ښوونکو يووالي شورا غړي نجيب الله سلطاني پژواک ته وويل چې حکومت بايد د معلمينو معاشونو زياتولو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.
هغه زياته کړه چې د دولتي مامورينو معاشونو ترمنځ هېڅ ډول عدالت موجود نه دی چې له امله يې ګڼې ستونزې راپيدا شوي دي.
ښاغلي سلطاني زياته کړه: (( تاسې وګورئ يو معلم دی، چې د مياشتې ۸ زره افغانۍ معاش اخلي او يو مامور په عدليې وزارت، ماليې وزارت او اداره امور کې شته چې د مياشتې له دوه نيم لکه تر درې لکو پورې معاش اخلي، دا بې انصافی ده.))
نوموړی زياتوي چې ولسمشر بايد معلمينو سره خپلې هغه ژمنې پوره کړي، چې د کمپاين پر مهال يې کړې وې.
د مزارشريف يوې بلې ښوونکې مېرمن رقيې پژواک ته وويل چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې معملين دا ډول ناوړه حالت نه لري، لکه په افغانستان کې چې ورسره مخ دي.
د هغې په وينا. ډېر معلمين په کرايي کورونو کې اوسېږي چې اوسنی معاش يې حتی هغه د کور کرايه هم نه پوره کوي.
دغې ښوونکې له مرکزي حکومت، په ځانګړي ډول له ولسمشر غني وغوښتل چې د معلمينو معاشونو او امتيازاتو ته بيا کتنه وکړي.
نوموړې زياتوي چې ښوونکی بايد له اقتصادي اړخه خودکفا وي، څو وکولای شي په سالم فکر او ذهن زده کوونکو ته درس ورکړي.
د دغه اعتراضي حرکت په پای کې د بلخ معلمينو يو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې د نورو مدني حرکتونو د ترسره کېدو خبره هم شوې وه.
د پرېکړه ليک په يوه برخه کې راغلي وو: ((که حکومت مو غوښتنه ونه مني او معاشونه راته زيات نکړي؛ نو امکان لري، د بلخ ټول معلمين پر درسي اعتصاب لاس پورې کړي، چې بيا به يې مسووليت د حکومت پر غاړه وي.))
د بلخ د پوهنې رياست مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې د هيواد په يو شمېر ولايتونو کې معلمينو د خپلو معاشونو او امتيازاتو زياتېدو په موخه پر يو لړ اعتراضونو لاس پورې کړی دی.









