ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کابل څخه قطر ته د سولې مرکچي پلاوي سفر سبا ته وځنډېد

author avatar
4 Jan 2021 - 13:32
author avatar
4 Jan 2021 - 13:32

کابل (پژواک،۱۵مرغومى ۹۹): له کابل نه قطر ته د سولې د مرکچي پلاوي سفر، چې ټاکل شوې وه نن له غرمې وروسته تر سره شي، د ځینو تخنیکي ستونزو له امله سبا ته وځنډېد.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په قطر کې له شاوخوا اتيا ورځو بحثونو وروسته د سولې خبرو پر تګلاره هوکړه وکړه او بیا یې له مشرانو سره د سلا مشورو لپاره درې اوونۍ خبرې ودرولې.

ټاکل شوې وه چې کابل ته د مرکچِي پلاوي راغلي کسان نن له غرمې وروسته قطر ته ولاړ شي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت مطبوعاتي دفتر او د یاد پلاوي یوه غړي د جزییاتو له ورکولو پرته پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سفر د تخنیکي ستونزو له امله سبا ته ځنډېدلی دی.

د مرکچي پلاوي غړې فوزیې کوفي هم نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه پلاوی به سبا قطر ته ولاړ شی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه سبا (د مرغومي په ۱۶مه) د دواړو لورو مرکچي پلاوي دوحه کې د سولې خبرو دویم پړاو پیل کړي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.