ګردېز (پژواک، ۱۶ مرغومى ۹۹): د پکتيا په مرکز کې د پنځه سوه ميليونه افغانيو په لګښت د جلغلوزو د پروسس يوه لويه فابريکه جوړه شوه.
د يادې فابريکې د پرانېستلو په مراسمو کې د لوګر، پکتيکا او خوست والیانو حضوري او د ولسمشر محمداشرف غني په ګډون، د کرنې وزير، د پانګونې د اسانتيا ادارې مشر، د څلور هېوادونو سفيرانو او ځينو نورو چارواکو په انلاين ډول ګډون کړی وو.
ولسمشر د دې فابريکو په پرانيسته خوښي څرګنده کړه او دا يې د خصوصي سکتور په برخه کې مهم او لوی ګام وباله.
غني وويل چې د سوېل ختيځ زون د مرکز ګردېز ښاري پراختيا، صنعتي پارک فعالېدل، مهمو سړکونو جوړول او د اقتصادي او صنعتي مرکزيت لپاره ورته ځينې نورې چارې خورا اړينې دي او تر سره به شي.
نوموړي زياته کړه: ((په هېواد کې د جلغوزې يا تورې طلا په شان نورې مهمې سرچينې او پانګې هم شته چې بايد د واضح پلان پر اساس ترې د هېواد لپاره استفاده وشي.))
د رحيم ګردېزي شرکت مشر حاجي محمد ګردېزي، چې ياده فابريکه يې جوړه کړې، وايي چې د دې فابريکې په جوړولو يې شاوخوا ۵۰۰ ميليونه افغانۍ لګولې دي.
ګردېزي پژواک ته وويل چې ياده فابريکه د اروپا په معيار جوړه شوې، چې په کال کې د ۶۰ زره ټنه جلغوزيو د پروسـس ظرفيت لري او شاوخوا زر کسانو ته په کې د کار مستقيمه يا غيرمستقيمه زمينه برابره شوې ده.
نوموړي وويل: ((ګردېز د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري، هېڅوک دې په خپله سرمايه نه ويريږي، دلته به يې نه يوازې سرمايه خوندي وي، بلکې قدرداني او عزت به يې هم وي.))
د پکتيا والي محمد حليم فدايي وويل چې ياده فابريکه د سوېل ختيځ زون سربېره د شرق زون د ننګرهار، کونړ او نورستان د جلغوزيو څخه هم د سالمې او ګټورې استفادې لپاره غوره فرصت رامنځته کړ.
فدايي وايي چې په ټوله کې دولت او په تېره د پکتيا ولايتي اداره د پانګه والو ملاتړې ده او په دغه ولايت کې به د پانګه والو له خوا د پانګونې په صورت کې ورسره لازمه همکاري وکړي.
هغه وايي: ((په ګردېز کې د ګردېزي صيب د پانګونې پيغام دا دی چې ګردېز کې هر څوک په ډاډه زړه د خپل هېواد او خپلو خلکو لپاره پانګونه کولای شي، ترڅو له خپل ثروت څخه استفاده وشي.))
بل لور ته د جلغوزيو کاروباريان د پروسـس پر دې مرکز خوښ دي او له دولت څخه غواړي چې ګاونډي هېوادونو ته د دې وچې مېوې د قاچاق مخنیوی وکړي.
د دوی له ډلې حضرت خان منګل وايي: ((په لويو لارو کې مو دې امنيت ونيسي، له غلو مو دې وساتي، پوستې او نور خلک دې پيسې نه رانه اخلي، دا خلکو او دولت دواړو ته ګټه ده.))
په پای کې ولسمشر غني رحيم ګردېزي شرکت ګروپ ته په ګردېز کې د دې پانګونې په بدل کې د غازي محمد اکبرخان مډال د ورکولو سپارښتنه هم وکړه.
په هغې خبرپاڼه کې په همدې مناسبت له ارګ څخه پژواک ته په رالېږل شوې، راغلي چې په چهار چنارماڼۍ کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاءالله نصیب وویل، د جمهور رئیس غني په وینا زموږ پټې خزانې نورې ښکاره، مشروع، رڼې او د استفادې وړ دي او د جلغوزیو د قاچاق مخنیوي، تولید پروسس، بسته بندۍ او خرڅلاو کې پام وړ پرمختګ راغلی.
نوموړي له رحیم ګردېزي ګروپ څخه د دغې مهمې پانګونې مننه وکړه او وې ویل، افغانستان د کال ۲۴زره ټنه د جلغوزیو حاصلات لري چې د حکومت په پاملرنه هر کال لس، دولس سلنه زیات او زرګونه خلکو ته کاري زمینې برابرېږي. له نورو پانګوالو څخه هم د پانګونې هیله کوي او ډاډ ورکوي چې ټولې لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انورالحق احدي جمهور رئیس ته د رحیم ګردېزي د جلغوزیو د پروسس فابریکې د مبارکۍ پرمهال وویل: “دا ستاسو په نوښت او هڅونه جوړه شوه چې د جلغوزیو تولید او عاید به ورسره زیات او د ارزښت زنځیرپیاوړی شي.”
هغه زیاته کړه، رحیم ګردېزي شرکت د پولادو په برخه کې ښه نوم لري او هیله ده چې د جلغوزیو په برخه کې هم ښه وځلېږي.
ده څرګنده کړه، دغه ډول کرنیزې صنایع د هیواد په صنعتي کېدو کې خپل ارزښت لري. افغانستان د جلغوزیو تولیدوونکی او صادروونکی هیواد دی او د جلغوزیو په ګډون د بېلابېلو ځنګلونو احیا سره به ګڼو خلکو ته کاري زمینې برابرې او ملي عواید لوړ شي.
هغه زیاته کړه، د کرنیزو صنایعو د ودې په موخه په دې سکتور کې د پانګونې لپاره پانګوالو ته د هراړخیز ملاتړ او اسانتیاوو ډاډ ورکوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مومند جمهور رئیس څخه په مننې وویل، غواړو ستاسو په پاملرنه د افغانستان ټول کرنیز پیداوار د جلغوزیو غوندې د تولید، پروسس او بازارموندنې له پلوه وده وکړي. کوم پانګوال چې پانګونه او نوښتونه کوي د هڅونې په موخه دې ورته مډال ورکړل شي چې د کاروبار له لارې عواید لوړ او هیواد په پښو ودرېږي.









