ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ۳۴۹ پروژې نه دي عملي شوې

author avatar
5 Jan 2021 - 08:57
author avatar
5 Jan 2021 - 08:57

چاریکار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۹): په پروان کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په روان لمریز کال کې په دغه ولایت کې ۳۴۹ پروژې چې ۱،۷ میلیارد افغانیو ته یې اړتیا لرله، نه دي تطبیق شوې.

د پروان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس محفوظ الله فکور پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې وه په روان لمریز کال کې په دغه ولایت کې د ولسي تړون پروګرام له لارې په بېلا بېلو برخو کې ۴۰۰ پراختیايي پروژې تطبیق شي.

د هغه په خبره، له دې ډلې ۲۵ پروژې بشپړې شوې او ۲۶ نورې د بشپړېدو په حال کې دي، د دغو ۵۱ پروژو ټولیز لګښت ۳۲۹ میلیون او ۲۰۱ زره افغانۍ کېږي.

خو نوموړي په ډاګه کړه چې د روان کال په پلان کې له ټولو شاملو ۴۰۰ پروژو ۳۴۹ پروژې چې ټاکل شوې وه د ۷۴۹ میلیون او ۵۹ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وای، تطبیق نه شوې.

د فکور د معلوماتو له مخې، په یادو ۳۴۹ پروژو کې پلونه، پولګوټي، د څښاک د پاکو اوبو شبکې، استنادي دېوالونه، د اوبو سربندونه، کلینیکونه، پر سرک جغل اچول او د سیند د څنډو قوي کول شامل وو.

هغه وویل: “په دغه ولایت کې د ۳۴۹ پراختیايي پروژو د نه تطبیق ستر لامل د حکومت له خوا کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې د ځينو پراختیايي پروژو د پیسو تعدیل دی.”

هغه له جزئیاتو وړاندې پرته وویل، ځينو نورو ټولنیزو ستونزو او ننګونو هم د یادو پروژو پر نه تطبیق کېدو اغېز درلود، خو عمده لامل یې له کرونا ویروس له د مبارزې لپاره د پیسو تعدیل دی.

د پروژو نه عملي کېدو د سیمې اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د پروان د مرکز خواجه سیاران اوسېدونکي حمیدالله د پروژو پر نه تطبیق د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وویل، ټاکل شوې وه په دغه کلي کې د ۲۰۰ کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو شبکه جوړه شي، خو تر اوسه په دې برخه کې اقدام نه دی شوی.

هغه زیاته کړه: “څو ځله د ولسي تړون دفتر ته لاړم چې پروژه باید عملي شي، خلک ستونزې لري؛ وویل، د کرونا ویروس په خاطر یې بودیجه بنده شوې، تر اوسه یاده ستونزه نه ده حل شوې.”

د دغه ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د فندقستان سردرې اوسېدونکي عبدالجمیل هم وویل، ټاکل شوې وه هغه سربند چې په ۱۳۹۸ کال کې د سېلابونو له امله تخریب شوی دی، په ۱۳۹۹ کال کې بیاورغول شي، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یې تر اوسه چارې نه دي پیل شوې.

هغه هم زیاته کړه، د دې پروژې نه تطبیق کېدو د سیمې خلک اندېښمن کړي دي، ځکه د دغه سربند له لارې د خلکو د څښاک او کرنې د اوبو اړتیاوې پوره کېدلې.

هغه وویل، د دغه سربند په ویجاړېدو اوبه ضایع کېږي او د خلکو د اړتیاوو لپاره کفایت نه کوي.

په ورته وخت کې د پروان په ولایتي شورا کې د خلکو استازي او مدني فعالان د یادو پروژو پر نه تطبیق نیوکه کوي او وايي، مسوولینو په دې برخه کې ناغېړي کړې ده.

د ولایتي شورا غړي عبدالخلیل فضلي او په پروان کې د مدني ټولنې رییس شفېع الله مشفق وايي، حکومت په سمه توګه د خلکو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې او باید له بله درکه یې د یادو پروژو تطبیق ته پیسې ځانګړې کړې وای.

افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې ښه اقتصادي وضعیت نه لري او د کرونا ویروس خپرېدو يې اقتصادي ستونزې لا ډېرې کړې او بېلابېلو برخو ته یې زیان رسولی دی.

د ملګرونو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې کرونا ویروس افغانستان له اقتصادي رکود سره مخامخ کړی او په راتلونکو پنځو کلونو کې له افغانستان سره ۳۰ سلنه نورو مرستو ته اړتیا ده چې د کرونا ویروس له امله رامنځته شوې ستونزې حل کړي.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.