منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۲ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د لغمان خلک: د بين الافغاني خبرو دويم پړاو ته هیله من یو

Array
· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

مهترلام (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۹): د لغمان ولايت يو شمېر اوسېدونکو او قومي مشرانو په يوه ولسي غونډه کې هيله مندي ښودلې چې په دوحه کې د افغان سولې دويم پړاو پیلېدونکې خبرې به سولې ته لار پرانيزي.

دوی دغه راز پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کړی چې د سولې خبرو برياليتوب لپاره دې اوربند اعلان کړي.

یاد قومي مشران او مدني فعالان د مرغومي په ۱۶مه د لغمان مرکز مهترلام ښار کې راټول شوي وو او د جګړې بندېدو غوښتنه يې کوله.

قومي مشر او د لغمان ولايتي شورا غړي ګلزار سنګروال وويل، په يوه وخت کې د سولې او جګړې خبرې پايله نه ورکوي، بايد لومړی اوربند وشي او بيا له هغه وروسته د سولې خبرې مخې ته لاړې شي.

دی وايي: ((د سولې خپلمنځي خبرو له پيل سره د جګړې زياتېدل او د پوځې چارواکو له خوا د طالبانو پر وړاندې جګړې ته د نوې ډلې جوړولو اعلان د سولې پروسې په تاوان دي او له دواړو خواوو غواړو چې سولې ته د رسېدو لپاره دې د يو بل پر وړاندې له نرمښته کار واخلي.))

دغه راز قومي مشر ولايت خان وويل، هغه بهرني هېوادونه چې د سولې خبرو کې يې رول مهم دی او پر طالبانو نفوذ لري، بايد د افغان سولې لپاره خپل ښه نيت څرګند کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ دا نه وايو چې کوم هېواد پر طالبانو باندې نفوذ لري او کوم نه، ځانونه خپله پېژني، زموږ غوښتنه دا ده چې دوی دې پر طالبانو فشار راوړي چې سوله وکړي؛ ځکه په افغانستان کې سوله د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې سوله ده.))

د ولسي خلکو دا غوښتنه وروسته له هغه ده چې نن او پرون د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوي دوحې ته د بين الافغاني مذاکراتو دويم پړاو پيل لپاره تللي او اټکل دی سبا ته دغه خبرې پيل کړي.