منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر د ننګرهار لپاره د ښوونکو ۴۰۰۰ بستونه منظور کړل

Array
· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۹): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ننګرهار د ستونزو د حل اراده لري؛ ځکه يې پلان جوړ کړی چې سږ کال به دغه ولايت ته درې ځلې سفر وکړي.

هغه وويل، په لومړي سفر کې يې د خلکو ستونزې واورېدې، دويم سفر کې به يې د حل ډاډ ورکړي او په درېيم سفر کې به خلکو ته عملاً وښيي چې ستونزې يې حل کړې دي.

محمد اشرف غني چې د مرغومي په ۱۸مه ننګرهار ته د دغه ولايت د امنيتي او نورو برخو ارزولو په موخه د يو پلاوي په مشرۍ راغلی، دا څرګندونې يې د يوې لويې ولسي غونډه په ترڅ کې وکړې.

هغه د حصارک، شېرزادو او خوږياڼو ولسواليو امنيتي ستونزو د حل لپاره د ۱۲۰۰ ولسي پاڅونوالو د تشکيل او د پوهنې برخې ستونزو د حل لپاره د ښوونکو ۴۰۰۰ بستونو منظوري ورکړه او ډاډ يې ورکړ چې دغو برخو ته به لازمه پاملرنه کېږي.

ولسمشر وويل: ((تاسو ته مې وويل چې پرې مې ږدئ چې مزار جوړ کړم، هرات جوړ کړم، کندهار جوړ کړم، د هر چا خپل وار دی، دا وار د ننګرهار دی. زه غواړم يو مياشت بعد بيا راشم چې واضع درته وايم، کومې ژمنې د عملي کېدو دي، کومې نه دي، يوه مياشت ماته وخت راکړئ.))

هغه وويل، د پوهنې په برخه کې له ننګرهار سره دوکه شوې خو ټينګار يې وکړ چې د ټولو وزارتونو کار خپله نه شي کولای نو ځکه يې په جدي توګه د پوهنې وزيرې ته چې د غونډې په ځای کې موجوده وه، د ښوونکو د ۴۰۰۰ بستونو منظورۍ سپارښتنه کړې ده.

نوموړي زياته کړه، تورخم کې د سوداګرو ستونزو د حل لپاره يې پر دغه ښارګوټي د ۲۰ ميليونه ډالرو لګښت پلان جوړ کړی او هڅه به وشي چې تر جلال اباده او يا هم تر مومندرې پورې د رېل پټلۍ را وغځول شي.

غني د خلکو ستونزو اورېدو په تړاو وويل: ((موږ د ولس خادمان يو؛ ځکه رانه پوښتنه کولای شئ او هم راسره خپلې ستونزې شريکولی شئ، ايا له ملا هيبت الله نه دا پوښتنې کولای شئ.))

اشرف غني چې خبرې يې تر ډېره د ننګرهار پر ستونزو ورټولې وې، خو بيا يې هم د سولې خبرو ته په اشارې سره وويل، طالبان دې راشي د ولس غېږ ته که ولس ومنل نو حکومت به يې هم هرکلی وکړي.

هغه دغه راز د نظام د بقا لپاره د ننګرهار د خلکو قربانیو ستاینه وکړه او په خبره يې، د هېواد هر ګوټ کې د لوی ننګرهار ځوانانو د وطن د دفاع لپاره قرباني ورکړې دي.

دی وايي، چوکۍ يې شخصي نه ده، نظام د ټولو دی او د ټولو په خوښه به راتلونکی نظام هم جوړېږي.

اشرف غني دغه راز په هېواد کې د برېښنا ستونزې د حل په اړه وويل چې له ازبکستان سره تازه قرارداد شوی چې له مخې به يې دا ستونزه حل شي خو د ننګرهار د برېښنا ستونزې د حل لپاره يې وويل، که هر سوداګر د لمريزې برېښنا په برخه کې د پانګې اچوونې نيت لري، نو دی به يې هرکلی وکړي.