کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۹): امنیتي سرچينه وايي، د کابل ښار د کارته نو په لومړي سړک کې د مقناطیسي ماین چاودنې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند ضیاء ودان په ګډون درې کسان وژلي او يو بل ټپي دی.
دغه چادونه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند د کارته نو په لومړي سړک کې وشوه.
د کورنیو چار وزارت وایي چې په یاده چاودنه کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند ضیاء ودان او د هغه دوه همکاران وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.
تر اوسه کومې ډلې د يادې چاودنې مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی، خو د کورنیو چارو وزارت پر ضیاء ودان او په دې وروستیو کې دې ته د ورته بریدونو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.
طالبانو تر دې دمه پر ضیاء ودان د برید په اړه څه نه دي ویلي.