ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښاروالۍ ۳۵ ميليونه کلني عوايد له لاسه ورکړي

جلال اباد ښاروالۍ ۳۵ ميليونه کلني عوايد له لاسه ورکړي

author avatar
10 Jan 2021 - 19:16
جلال اباد ښاروالۍ ۳۵ ميليونه کلني عوايد له لاسه ورکړي
author avatar
10 Jan 2021 - 19:16

جلال اباد (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۹): د جلال اباد ښاروالۍ مسوولينو د دې ادارې د ۱۳۹۹ کال د فعاليتونو په تړاو ښاريانو او مدني فعالانو ته حساب ورکړ.

دوی وويل، په دغه کال کې که څه د کرونا له امله د ښاروالۍ په بودجه دوی هېڅ انکشافي پروژه نه ده پلې کړې خو د مرستندويه او همکارو ادارو په همکارۍ يې د ميليونو افغانيو ګڼې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارلې دي.

بلخوا د غونډې ګډونوالو مدني فعالانو که څه هم دا ډول کړنې نمايشي يادې کړې خو ټينګار يې وکړ چې لږ تر لږه ولس ډاډ ترلاسه کوي چې ښاروالي يې غوښتنو او نيوکو ته غوږ نيسي.

د جلال اباد ښاروالۍ د ۱۳۹۹ کال د فعاليتونو حساب ورکونې دا غونډه د مرغومي په ۲۱مه د ښاروالۍ غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د ښاروالۍ د بېلابېلو ادارو مسوولينو په خپل وار د غونډې ګډونوالو سره معلومات شريکول.

د جلال اباد ښاروال انجنير اباسين بهير وويل، له دې غونډې موخه د ۱۳۹۹ کال د فعاليتونو په تړاو ولس ته معلومات ورکول او هم يې د خلکو ځينې غوښتنې او نيوکې واورېدې چې راتلونکي کې به ورته د ستونزو په حل کې پاملرنه کېږي.

دی زياتوي، تر ډېره جلال اباد ښار کې د ښاري پاکوالي، د ښار نظم او د مارکېټونو تنظيم برخو کې شکايتونه کېدل چې را روان کال به ورته ځانګړي پلانونه جوړ کړي.

هغه زياته کړه: ((په پلان کې لرو چې د تنظيف په برخه کې ډېر اصلاحات راولو او له دغې ناحيې نه چې څه شکايتونه موجود وي هغه ختم کړو، هڅه مو دا ده چې تنظيف خصوصي کړو چې کارونه په ښه شکل مخته لاړ شي، د دې ترڅنګ هغه مارکېټونه چې نوي جوړېږي، بايد ځمکتلي يې پارکېنګونه بايد ولري او د پخوانيو هغو په تړاو به هم يو طرزالعمل جوړ شي.))

د جلال اباد ښاروالۍ د تخنيکي او سکټوري رييس ظهور سهاک وويل، که څه هم د کرونا له امله دوی په ۱۳۹۹ کال کې د خپلې بوديجې له اړخه کومه انکشافي پروژه نه درلوده خو بيا هم د يو شمېر همکارو او مرستندويه ادارو او موسساتو پر مټ يې ګڼې پروژې چې ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، چارې يې ترسره کړې دي.

هغه زياته کړه، له جلال اباد ښاره د تختونو ټولولو له امله دوی د کال د ۳۵ ميليونه کلنۍ عوايد هم له لاسه ورکړی؛ نو ځکه يې پلان جوړ کړی چې را روان کال به دغه تختونه بېرته فعالېږي ځکه د يوه تخت په پورته کېدو سره دوه کراچۍ ښار کې زياتې شوې دي.

که څه هم د حساب ورکوونې دې غونډه کې د خلکو پوښتنو او غوښتنو ته کم وخت ورکړل شو خو بيا يې هم ګډونوال هيله مند دي چې که ټولې ادارې دا شان حساب ورکوونه وکړي نو ستونزې او فساد تر يوه حده ډېرېدلی شي.

د غونډې يو ګډونوال نور احمد نوراني وويل: ((د افغانستان اساسي قانون د ۵۰مې مادې پر بنسټ ولس حق لري چې د حکومت يو شمېر کړنو نه نظارت وکړي په هماغه بنا نن د جلال اباد ښاروالۍ مسولينو خلکو ته وضاحت ورکړ او موږ ترې پوښتنې وکړې، ډېر ګټور به نه وي خو که ټولې ادارې دا کار وکړي فساد کمېدلی شي.))

د حزب الله ملاخېل په نوم مدني فعال او د غونډې ګډونوال وويل، جلال اباد ښاروالۍ د ښاري تنظيم، پاکوالي او بيارغونې برخه کې پوره کار نه دی کړی او نن يې يادې غوښتنې د ښاروالۍ له مسولينو سره شريکې کړې.

د يادولو ده، جلال اباد ښاروالۍ هر کال د خپلو کړنو په تړاو همدا ډول د حساب ورکونې غونډې لري.

Visits: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.