ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ملي امنيت پر سرتېرو موټربم بريد شوى

هلمند کې د ملي امنيت پر سرتېرو موټربم بريد شوى

author avatar
11 Jan 2021 - 08:30
هلمند کې د ملي امنيت پر سرتېرو موټربم بريد شوى
author avatar
11 Jan 2021 - 08:30

لښکرګاه (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٩): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملي امنيت پر سرتېرو موټربم بريد شوى چې په ترڅ کې يې يو سرتېرى وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

په هلمند کې يوې باوري حکومتي سرچينې د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا اووه بجې د مرکز لښکرګاه اړوند په مختار سيمه کې د ملي امنيت په چوکاټ کې د سنګوريانو پر يو ټولي موټربم بريد وشو.

هغه د نورو جزيئاتو له ورکولو ډډه وکړه.

خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې يو سرتېرى وژل شوى او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند امنيتي مسوولين بيا په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.

د سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل: ((چاودنه ډېره قوي وه، زموږ د کور دېوالونه او دروازي يې وخوځول، ما فکر وکړ که هرڅه يې ړنګ کړل.))

بل لور ته د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 74

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.