ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوبۍ کې له خلیلزاد سره د موقت حکومت په اړه خبرې بې ثبوته ادعا ده

دوبۍ کې له خلیلزاد سره د موقت حکومت په اړه خبرې بې ثبوته ادعا ده

author avatar
13 Jan 2021 - 19:16
دوبۍ کې له خلیلزاد سره د موقت حکومت په اړه خبرې بې ثبوته ادعا ده
author avatar
13 Jan 2021 - 19:16

کابل (پژواک،۲۴مرغومی۹۹): ځینې سرچینې تاییدوي چې قانونی او عطامحمد نور دوبۍ کې له خلیلزاد سره پر لنډمهاله حکومت خبرې کړي، خو کابل کې د امریکا سفارت وایي چې د لنډ مهاله حکومت ملاتړ نه کوي او په دې تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم دي.

ادعا:   

د طلوع نیوز د تېرې ورځې خبر له مخې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال له ځینو افغان سیاستوالو سره په خپلو لیدنو کې درې طرحې شريکې کړي؛ چې لومړی یې په اوسني حکومت کې د طالبانو شاملول، دویمه د طالبانو په جوړښت کې د حکومت شاملول او په درېیمه طرحه کې د موقت حکومت په اړه خبرې شوې دي، خو سیاستوالو خلیلزاد ته ویلي چې هېواد کې د جګړې ختمولو لپاره د ټول شموله موقت حکومت طرحه ښه انتخاب دی.

نن په خواله رسنیو کې داسې خبرونه لاس پر لاس کېږي چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرایي مشر عطا محمد نور، د جمعیت اسلامي سرپرست صلاح الدین رباني او د ولسمشر پخواني مرستیال او د جمعیت اسلامي مخکښ غړي محمد یونس قانوني دوبۍ ته تللي او هلته یې له زلمي خلیلزاد سره د موقت حکومت په اړه خبرې کړې دي.

ورته معلومات کابل نیوز هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي او ویلي یې دي چې خلیلزاد له ګلبدین حکمتیار سره هم په دې تړاو ټيلېفوني خبرې کړې دي. دغه معلومات د نن ورځې د افغانستان ټایمز په انګلیسي ورځپاڼه کې هم خپاره شوي دي.

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبري شورا غړي سید ابراهیم عماد پژواک خبري اژانس ته وویل چې یونس قانوني، عطامحمد نور او ځینې نور دوبۍ ته تللي او هلته یې له خلیلزاد سره د موقت حکومت په اړه خبرې کړې دي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وایي، کېدای شي قانوني او نور له نورو هغو افغانانو او د ځینو هېوادونو له استازیو سره هم خبرې وکړي چې د افغانستان د سولې پر پروسه اغېز لري.

خو دی وایي چې صلاح الدین رباني لندن کې خپل کور کې دی.

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار پژواک ته وویل چې ګلبدین حکمتیار له خلیلزاد سره د سولې پر اړوند مسایلو خبرې کړې او هغه د سولې شورا د څرنګوالي په اړه خپله طرحه هم ورسره شریکه کړې ده. ده په دې اړه نور جزییات ور نه کړل.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي فضل کریم ایماق هم نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې ځینې افغان سیاستوال، د افغانستان د راتلونکي نظام لپاره پر درېیو وړاندې شویو طرحو د خبرو لپاره دوبۍ ته تللي دي.

هغه په دې اړه جزییات ورنه کړل، خو هیله یې څرګنده کړه چې دغه هڅې هېواد کې د تلپاتې سولې سبب شي.

خو کابل کې د امریکا سفارت وایي چې د لنډمهاله حکومت ملاتړ نه کوي.

د دغه سفارت شارژادافير روس ویلسون نن پر خپلې ټوټېر پاڼې لیکلي چې ده او زلمي خلیلزاد له افغانانو سره د سولې بهیر پر چټکتیا خبرې کړي او د سولې په اړه یې د افغانانو نظرونه اورېدلي دي.

خو هغه وایي چې ده او زلمي خلیلزاد د مؤقت حکومت ملاتړ نه دی کړی او متحده ایالات هم د داسې جوړښت ملاتړ نه کوي.

د ویلسون په وینا، د سولې مذاکرات افغانانو پورې تړاو لري او دوی هیله لري چې د دغو خبرو پایله د افغانستان د خلکو له هيلو سره سمه وي.

په کابل کې د امريکا سفارت یوې سرچینې هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې متحده ایالات د لنډمهاله حکومت ملاتړ نه کوي او په دې اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي. دغې سرچينې په ځانګړي ډول دوبۍ کې د لیدنو په اړه څه نه دي ويلي.

د موقت حکومت په اړه بېلابېلې څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له «سي ان ان» سره مرکه کې د لنډمهاله حکومت د طرحې په غبرګون کې د ټاکنو له لارې د واک پر قانوني لېږد ټینګار کړی.

طالبانو ویلي چې قطر کې د سولې په خبرو کې تر اوسه د لنډمهاله حکومت موضوع نه ده مطرح شوې.

د افغانانو تر منځ د سولې خبرو په لومړي پړاو کې د خبرو پر تګلاره هوکړه شوې او د دغو خبرو دویم پړاو د روانې مرغومې په ۱۷مه دوحه کې پیل شوی دی.

پایله: د جمعیت اسلامي ګوند یوه سرچینه تاییدوي چې د دغه ګوند دوه مهم غړي (محمد یونس قانوني او عطامحمد نور) دوبۍ کې له خلیلزاد سره د لنډمهاله حکومت په اړه خبرې کړي؛ حزب اسلامي هم له خلیلزاد سره د سولې په اړه د حکمتیار خبرې تاییدوي؛ کابل کې د امریکا سفارت بیا وایي چې خلیلزاد له ځینو افغان سیاستوالو سره د سولې پروسې د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي، خو د لنډ مهاله حکومت ملاتړ نه کوي او په دې تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم بولي.

پرېکړه: د موقت حکومت په اړه دوبۍ کې له زلمي خلیلزاد سره د ځینو افغان سیاستوالو د خبرو په تړاو خپاره شوي خبرونه، بې ثبوته ادعا ده.

Visits: 712

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.