ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې ۱۲ پاڅون کوونکي وژل شوي

په هرات کې ۱۲ پاڅون کوونکي وژل شوي

author avatar
16 Jan 2021 - 10:50
په هرات کې ۱۲ پاڅون کوونکي وژل شوي
author avatar
16 Jan 2021 - 10:50

هرات ښار (پژواک، ٢٧ مرغومی ٩٩): د هرات امنیتي مسوولین وايي چې د طالبانو نفوذي کسانو په دغه ولایت کې ۱۲ ولسي پاڅون کوونکي وژلي دي.

د هرات پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده نن پژواک ته وویل، تېره شپه ۹ بجې په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي کسان د ولسي پاڅون کوونکي مرکز ته داخل شوي او ۱۲ کسان یې پر ډزو وژلي دي.

د ولي زاده په خبره، طالبانو د یادو پاڅون کوونکو له وژلو وروسته د دغه مرکز ټولې وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.

ولي زیاده زیاته کړه، د پېښې ارزونې لپاره یو پلاوی یادې ولسوالۍ ته لېږل شوی دی.

د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي، درې ورځې مخکې د طالبانو درې نفوذي کسان په غوریان ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې داخل شوي دي.

د سرچینې په خبره، دغو نفودي کسانو تېره شپه خپل ۱۲ ملګري پر ډزو وژلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 87

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.