ژبه

د مالیې وزارت بشري سرچينو رييس غلام ملاخېل ونیول شو

احمد صهیب حسرت

۲۸ مرغومی ۱۳۹۹ - ۱۰:۴۵

Views: ۲۳۲

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۹): لویه څارنوالي وایي، د مالیې وزارت د بشري سرچينو رييس غلام ملاخېل د ولسمشرۍ ماڼۍ د احکامو په پلې کولو کې د ناغېړۍ او له دندې د ناوړه ګټې اخيستنې په تور نیول شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل چې غلام میاخېل د لویې څارنوالۍ او امنیې قوماندانۍ له خوا په ګډه نیول شوی دی.

رسولي وویل، میاخېل اوس په توقیف کې دی او د نیولو په اړه به یې جزېیات وروسته خپاره شي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز هم د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې ملاخېل نیول شوی دی.

دغه موضوع مو له مالیې وزارت سره هم شریکه کړه، خو تر اوسه یې په اړه څه نه دي ویلي.