ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د ښارجوړونې رياست ته دوه کسان د رييسانو په توګه ګومارل شوي

د بلخ د ښارجوړونې رياست ته دوه کسان د رييسانو په توګه ګومارل شوي

author avatar
19 Jan 2021 - 16:46
د بلخ د ښارجوړونې رياست ته دوه کسان د رييسانو په توګه ګومارل شوي
author avatar
19 Jan 2021 - 16:46

مزارشريف(پژواک، ۳۰مرغومی ۹۹): مزارشريف کې هم مهاله دوه کسان ادعا کوي، چې د بلخ د ښارجوړونې او ځمکو رياست د رييسانو په توګه ټاکل شوي دي.

انجنير شېرشاه هوتک وايي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس د بلخ د ښارجوړونې او ځمکو رياست د رييس په توګه ټاکل شوی؛ خو په مقابل کې يې انجنير دلاور مزاري وايي، چې دی د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د وزير له خوا پر دغه پوست مقرر شوی دی.

بلخ ولايت مقام وايي، چې ياده موضوع يې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ته راجع کړې؛ څو په تړاو يې نهايي پرېکړه وکړي.

دوه ورځې وړاندې انجنير شيرشاه هوتک د بلخ ولايت مقام له خوا د بلخ د ښارجوړونې او ځمکو رياست د رييس په توګه رسما معرفي شو.

خو اوس انجنير دلاور مزاري ادعا کوي، چې نوموړی د ښارجوړونې او ځمکو وزارت له خوا رسما پر دغه پوسټ مقرر شوی او مکتوب يې هم بلخ ولايت مقام ته سپارلی دی.

د انجنير مزاري پلويانو د مرغومي په ۳۰مه، د بلخ ولايت مقام مخې ته د تحصن خېمه ودروله او همدا راز يې د بلخ د ښارجوړونې او ځمکو رياست دروازه وتړله.

مزاري پژواک ته وويل، چې دی د رسمي مکتوب او د وزير د لاسليک له مخې د بلخ د ښارجوړونې او ځمکو رياست د رييس په توګه ټاکل شوی او بايد معرفي شي.

هغه زياته کړه، چې بلخ ولايت مقام دوه ګونی چلند کوي او نه غواړي چې دی د رييس په توګه معرفي شي.

انجنير مزاري وويل: (( زه رسمي مکتوب لرم، چې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت وزير محمود کرزي، د ياد وزارت معين او نورو اړوندو چارواکو پرې لاسليک کړی او زه يې مقرر کړی يم؛ خو د بلخ ولايت مقام له خوا بل څوک معرفي شو.))

هغه وايي، څو چې يې غوښتنې ونه منل شي؛ نو خپل اعتراضونه به جاري وساتي.

انجنير مزاري همدا راز ګواښ کوي چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به د بلخ د ښارجوړونې او اراضي رياست دروازه تړلې وي.

په ورته مهال بيا انجنير شېرشاه هوتک وايي، چې نوموړی د ولسمشر غني حکم له ځان سره لري.

هغه زياته کړه، چې د ولسمشر د حکم له مخې نوموړی دوه ورځې وړاندې د بلخ ولايت مقام له خوا په رسمي ډول معرفي شوی او خپلې دندې ته به دوام ورکوي.

ښاغلي هوتک وويل: (( له ما سره هغه مکتوب دی، چې ولسمشر پرې امضا کړې ده، ټولو ته معلومه ده چې د لومړي او دويم بست تعينات خپله د ولسمشر له خوا کېږي او بل دا چې زه بلخ ولايت مقام په رسمي ډول معرفي کړم؛ نو دا کيسه پای ته رسېدلې او زه د قانون له مخې رييس يم.))

د بلخ د ولايتي شورا غړي غلام سخي لاله پژواک ته وويل، چې ياده موضوع جنجالي شوې او بايد له قانون سره سم حل شي.

نوموړي زياته کړه، چې بلخ ولايت مقام نبايد فشارونو ته تسليم شوی وای او عجولانه پرېکړه يې کړې وای.

خو نوموړي ونه ويل، چې دغه فشارونه د چا له خوا وارد شوي دي.

د ولايتي شورا دغه غړي زياته کړه، د افغانستان حکومت او خپله اړوند ارګانونه بايد ژر تر ژره دغه موضوع حل کړي.

بلخ ولايت مقام هم وايي، چې دغه موضوع يې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ته راجع کړې او له هغوی يې د حل غوښتنه کړې.

د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي پژواک ته وويل، چې د ولسمشر غني په لاسليک انجنير شېرشاه هوتک د سرپرست رييس په توګه معرفي شوی دی.

د هغه په وينا، د ولسمشر د حکم په تعقيب د چارو ادارې بلخ ولايت مقام ته مکتوب لېږلی، چې هوتک بايد د بلخ د ښارجوړونې او ځمکو رياست د رييس په توګه معرفي شي.

د والي په خبره، ولايت مقام ياد حکم تطبيق کړی او هوتک يې د رييس په توګه معرفي کړ.

عظيمي وويل، چې د انجنير شېرشاه هوتک له معرفي کېدو څو ساعته وروسته دلاور مزاري ورته بل مکتوب ور وړی، چې له مخې يې نوموړی د رييس په توګه معرفي شي.

د فرهاد عظيمي په خبره، دلاور ته د ښارجوړونې او ځمکو وزارت له خوا د مقررۍ مکتوب ورکړل شوی دی.

د بلخ والي زياته کړه چې دغه موضوع اوس پر يوه جنجال بدله شوې او دوی يې د حل په موخه د افغانستان د ښارجوړونې او ځمکو وزارت څخه د حل مرسته غوښتې ده.

د هغه په وينا،د حکومت رهبري او مسوول ارګانونه چې هر ډول تصميم ونيسي؛ نو دوی به يې بلخ ولايت کې پلي کړي.

Visits: 1507

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.