ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امام صاحب اوسېدونکو د امنيت ټېنګښت برخه کې د جدي تدابيرو غوښتنه وکړه

د امام صاحب اوسېدونکو د امنيت ټېنګښت برخه کې د جدي تدابيرو غوښتنه وکړه

author avatar
20 Jan 2021 - 15:05
د امام صاحب اوسېدونکو د امنيت ټېنګښت برخه کې د جدي تدابيرو غوښتنه وکړه
author avatar
20 Jan 2021 - 15:05

کندوز (پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٩): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې په تېره يوه اوونۍ کې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له امله يې ددغې ولسوالۍ اوسېدونکي سخت اندېښمن دي او له حکومت څخه د امنيت د ټېنګښت په برخه کې د جدي تدابېرو غوښتنه کوي.

امام صاحب د کندوز ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه دى چې ډېرى وخت په کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې کيږي.

په دې اړه د امام صاحب اوسېدونکي حاجي کمال پژواک ته وويل چې دغه ولسوالۍ د سقوط لوري ته روانه ده.

دى وايي: ((په يوه کور کې ځوان نه دى پاتې، هره ورځ جګړه وي، ټول ځوانان مړه شول، داڅه حال دى.))

د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي امرالدين هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

ده زياته کړه: ((هره شپه سخته جګړه وي، هر کور شهيدان ورکړي دي، نور څوک نه دي پاتې.))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که چېرې حکومت په دې ولسوالۍ کې د امنيت د تامين لپاره جدي اقدامات ونه کړي د سقوط له ګواښ سره به مخ شي.

همدارنګه د کندوز ولايتي شورا غړي خالدين حکيمي هم پژواک ته وويل چې په امام صاحب ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت تر پخوا ډېر خراب شوى دى.

دى وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې په امام صاحب ولسوالۍ کې شاوخوا ٣٥ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د جدي اندېښنې وړ ده.

خو بل لورته د کندوز والي عبدالستار مېرزکوال وايي چې په ژمنيو عملياتو کې به د يو شمېر نورو سيمو ترڅنګ امام صاحب ولسوالۍ ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

ده وويل: ((امنيتي وضعيت په ښار کې يو څه ښه شوى دى، خو ژمني عمليات له خېره پيلوو چې په هغه کې به امام صاحب ته هم توجه وشي.))

د يادونې ده چې کندوز د افغانستان د ناامنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې تر اوسه يې دوه ځلې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړى دى.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.