ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د ملي اردو ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په هرات کې د ملي اردو ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
20 Jan 2021 - 13:27
په هرات کې د ملي اردو ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
20 Jan 2021 - 13:27

هرات ښار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٩): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، په هرات ښار کې د ملي اردو پر یوه رينجر موټر د ناپېژاندو وسله والو په برید کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هرات پولیسو ویاند عدالاحد ولي زاده یاد برید مني او وایي چې پېښه نن سهار ۷ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي اردو ۱۰ سرتېري دندې ته پر لار وو.

هغه زیاته کړه، پر دغو سرتېرو د ناپېژاندو وسله والو له خوا برید شوی چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه برید د هرات ښار په «پای منارها» سیمه کې رامنځته شوی دی.

د هرات عامې روغتیا ویاند محمد رفیق شېرزۍ وویل چې په دغه برید کې د درېیو کسانو مړي او څلور ټپیان د هرات- امبولانس په وسیله لومړی حوزوي او وروسته د ۲۰۷ ظفر قول اردو روغتون ته وړل شوي دي.

د یاد برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

تېره شپه هم د هرات د انجیل ولسوالۍ پُل مالان پوستې ته نږدې د یوې زورورې چاودنې په ترڅ کې ۶ پولیس ټپیان شول.

د هرات اوسېدونکي هم د نا امنیو پر ډېروالي نیوکې کوي او وایي چې د دولت مخالفین د ښار دروازې ته رسېدلي؛ خو کشفي ارګانونه نه دي خبر.

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.