ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ له طالبانو سره د امريکا تړون لاسليک کېدل خپله لاسته راوړنه وبلله

ټرمپ له طالبانو سره د امريکا تړون لاسليک کېدل خپله لاسته راوړنه وبلله

author avatar
20 Jan 2021 - 17:10
ټرمپ له طالبانو سره د امريکا تړون لاسليک کېدل خپله لاسته راوړنه وبلله
author avatar
20 Jan 2021 - 17:10

کابل (پژواک، د سلواغې لومړی نېټه ۹۹): د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ له طالبانو سره د امريکا د تړون لاسليک کېدل خپله لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل خوښ دی چې له بل هر وخت یې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېره کمه کړې ده.

دغه څرګندونې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سلواغې په لومړی نېټه په سپينه ماڼۍ کې د مخه ښې په مراسمو کې خبريالانو ته وکړې.

نوموړي وويل چې د واک په وروستي کال کې امریکا له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړ او دى وتوانېده چې تر بل هر وخت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېره کمه کړي.

ټرمپ د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې پر خپلو کارونو وياړي او هغه څه چې ده او ډلې يې غوښتل تر سره کړي يې دي.

هغه وايي خوښ دی چې د امريکا په تېرو دوو لسیزو کې داسې ولسمشر دی چې کومه نوې جګړه یې نه ده پیل کړې.

ټرمپ داسې مهال له سپینې ماڼۍ سره مخه ښه کوي چې پلویانو یې د لاریونونو او اعتراضونو خبرداری ورکړی دی.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ دوره نن شپه پاى ته ورسيږي او پرځاى يې د امريکا بل منتخب ولسمشر جوبايډن رسما کار پيل کړي.

Visits: 166

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.