ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قيصاري: که د حکومت رهبري را څخه وغواړي د عبدالرووف تښتوونکي ورښيم

قيصاري: که د حکومت رهبري را څخه وغواړي د عبدالرووف تښتوونکي ورښيم

author avatar
21 Jan 2021 - 15:36
قيصاري: که د حکومت رهبري را څخه وغواړي د عبدالرووف تښتوونکي ورښيم
author avatar
21 Jan 2021 - 15:36

مزارشريف (پژواک، ۲سلواغه، ۹۹):نظام الدين قيصاري وايي، که ولسمشرغني، لومړی مرستيال امرالله صالح او امنيت شورا ترې غوښتنه وکړي؛ نو دی به د نهه کلن عبدالرووف تښتوونکي ور وښيي.

هغه همدا راز ويلي، چې د بلخ سيمه ييزه اداره له وېرې د تښتوونکو پر وړاندې  عمليات نه شي کولای.

خو د بلخ والي فرهاد عظيمي د قيصاري د څرګندونو په غبرګون ويلي چې د حکومت رهبري دې يادې ادعاوې وڅېړي او که ثابته شوه چې د قيصاري ادعاوې سياسي او نمايشي موخه لري؛ نو قانوني چلند دې ورسره وشي.

د قيصار ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان نظام الدين قيصاري چې دمګړۍ مزارشريف ښار کې اوسيږی، وايي که ولسمشر غني، لومړی مرستيال امرالله صالح او امنيت شورا ترې غوښتنه وکړي؛ نو دی به د نهه کلن عبدالرووف تښتوونکي ور وښيي.

نوموړي دغه څرګندونې مزارشريف کې له هغو معترضينو سره د ملاقات پر مهال کړې دي، چې د تښتول شوي عبدالرووف د راخلاصېدو په پار بلخ ولایت مقام ته راټول شوي دي.

قيصاري زياتوي، د بلخ سيمه ييزه اداره او والي پوهېږي چې تښتوونکي څوک دي؛ خو په وينا يې چې له وېرې يې پر وړاندې اقدامات نه شي کولی.

هغه وويل: (( زه د بلخ له والي صاحب سره د تښتول شوي عبدالرووف په موضوع وغږېدم، ما ورته وويل، چې فلاني او فلاني دغه هلک تښتولی، خپله والي هم پوهېږي؛ خو نه پوهيږم له وېرې به يې نه شي افشا کولی)).

قيصاري زياته کړه چې تېره اوونۍ يې د کورنيو چارو وزارت د کشف رييس ته  يو کور ور وښود چې بايد تالاشي او عمليات پرې وشي؛ خو په خبره يې دا کار ونه شو.

هغه د کورنيو چارو وزرات کشف رياست ته په اشارې وويل چې ښايي هغوی به ډارېږي او يا به له تښتوونکو سره لاس لري چې عمليات نه کوي.

قيصاري دا هم وويل چې که د حکومت رهبري ورنه غوښتنه  وکړي؛ نو دی به د عبدالرووف تښتوونکي ور وښيي.

هغه زياته کړه: ((ولسمشر غني، لومړی مرستيال امرالله صالح او د امنيت شورا سلاکار حمدالله محب که ما وغواړي؛ نو زه به په زغرده ورته تښتوونکي ور وښيم، زه خلک لرم، معلومات مې کري او پر شواهدو ولاړ دي.))

د نظام الدين قيصاري دغو څرګندونو ته د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي غبرګون ښودلی دی.

عظيمي په خپله رسمي فيسبوک پاڼه خپره شوې اعلاميه کې ويلي که د قيصاري ادعاوې نمايشي او سياسي موخه ولري؛ نو بايد قانوني چلند ورسره وشي.

د بلخ والي ويلي: (( زه د هېواد له عالي رتبه مقاماتو غواړم، چې د قيصاري شوې ادعا وڅېړي، نېکمرغي به وي چې موږ او زموږ امنيتي مسوولين وتوانيږو تښتول شوی ماشوم پيدا کړو؛ خو که ياده ادعا يو نمايشي او سياسي حرکت وي، بيا نو بايد ورسره قانوني چلند وشي)).

په خبرپاڼه کې د بلخ د والي له خولې ليکل شوي چې د نظام الدين قيصاري د کړنو په تړاو بلخ ولايت مقام او امنيتي ارګانونو کې شکايتونه موجود دي.

د خبرپاڼې په حواله، د بلخ ولايت په امنيتي ميثاق کې هم د قيصاري نوم شته دی.

فرهاد عظيمي زياتوي: (( د دې ټولو مواردو با وجود ما تېره ورځ له قيصاري سره ملاقات وکړ، هغه ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د حقوقي مسايلو په تړاو نامسووله څرګندونې نه کوي او همدا راز به په منازعاتو کې نه ښکېل کېږي)).

د بلخ والي تېره اوونۍ هم په يوه خبري کنفرانس کې ويلي و، چې د نهه کلن عبدالرووف د تښتونې موضوع ډېره پېچلې ده.

نږدې يوه اوونۍ وړاندې ولسمشر غني امر کړی و که ژر تر ژره له مزارشريف څخه تښتول شوی نهه کلن عبدالرووف پيدا او راخلاص نه شي؛ نو د بلخ لوړ رتبه مسوولين به له ندو ګوښه کړي.

Visits: 1902

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.