ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې وزارت ننګرهار کې د ۲۸۹ ميليونه افغانيو په لګښت ګڼې رغنيزې پروژې پرانېستې

کرنې وزارت ننګرهار کې د ۲۸۹ ميليونه افغانيو په لګښت ګڼې رغنيزې پروژې پرانېستې

author avatar
24 Jan 2021 - 18:41
کرنې وزارت ننګرهار کې د ۲۸۹ ميليونه افغانيو په لګښت ګڼې رغنيزې پروژې پرانېستې
author avatar
24 Jan 2021 - 18:41

جلال اباد (پژواک، ۵ سلواغه ۹۹): د کرنې وزارت له لوري د ننګرهار ولايت مختلفو ولسواليو کې د ۲۸۹ ميليونه افغانيو په لګښت د شنو خونو، اوبو رسولو او باغونو جوړېدو برخه کې ګڼې پروژې ګټې اخيستنې ته وړاندې کړې.

د دغو پروژو د پرانېستې مراسمو ته چې د ننګرهار مرکز او ځينو ولسواليو کې وشوې، د کرنې وزير هم راغلی و.

دا پروژې د سلواغې په ۵مه پرانېستې وروسته د کروندګرو په واک کې ورکړل شوې.

په دغو پروژو کې د ننګرهار په ۱۷ ولسوالیو کې د څه باندې ۱۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې د کانالونو او سربندونو جوړېدل، ۹ ولسوالیو کې د څه باندې سل میلیونه افغانیو په لګښت ۱۹۲ شنو خونو جوړېدل او ۱۸ ولسوالیو کې د ۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۲ زره جریبه ځمکه کې د بېلا بېلو مېوه جاتو باغونو جوړېدل شامل دي.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وويل، په ۱۷ ولسوالیو کې د اوبو رسولو شل سربندونه او کانالونه جوړ شول چې ۲۴۷۸ هکتاره ځمکه به خړوبه شي او ۵۱۲۵ بزګران به ترې په مستقیم ډول ګټه واخلي.

هغه زياته کړه، د ۱۰۰.۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۹۲ لویې او وړې شنې خونې او قوریې د دې ولایت په بهسود، کامې، کوز کونړ، رودات، کوټ، خوږیاڼي، چپرهار، اچین او شیرزادو ولسوالیو کې جوړې شوې.

نوموړي زیاته کړه، یادې خونې لس سلنه د بزګرانو په ونډې اخیستنې سره جوړې شوي، ۱۹۲ تنه بزګران به ترې په مستقیم ډول ګټه واخلي او له یوې شنې خونې څخه به بزګر د کال د اویا زره څخه تر یو سلو شل زره افغانیو پورې عواید تر لاسه کړي.

ضیاءالحق امرخېل وویل، د دې ولایت په پچیراګام، کوز کونړ، کوټ، بټي کوټ، شینوارو، اچین، سپین غر، نازیان، دوربابا، مومندرې، ګوشتې، لعلپورې، کامې، سره رود، دره نور، چپرهار، بهسودو او روداتو ولسوالیو کې یې د ۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ۲زره جریبه ځمکه کې د ستروسو، چهارمغزو او شفتالو د باغونو جوړولو کمپاین پيل شو چې شاوخوا ۵ سوه باغدرانو ته به باغونه جوړ شي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي وویل، یادې پروژې یې د هغو کروندګرو ته پلې کړې چې خپلو ځمکو کې يې د کوکنارو د کښت مخه نيولې او وايي، د پروژو مالي ملاتړ د CBARD,CDRRP,CLAP/SNAPP2 پروګرامونو له لوري شوی دی.

هغه زياته کړه، دا چې ننګرهار همېشه بهار دی، په همدې موخه یې په دې ولایت کې شنې خونې، کانالونه او نورو برخو کې پروژې تطبیق کړي او ډاډ یې ورکړ چې په ۱۴ سوه یم کال کې به دې ولایت ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لا زیاتو پروژو تطبیق ته پاملرنه وکړي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د یادو پروژو د پلي کېدو له امله مننه وکړه او هیله یې وښوده چې د دې ولایت بېلا بېلو ولسوالیو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لا زیاته پاملرنه وشي.

باغدارانو هم د یادو پرژو په ګټې اخیستنې خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې بوټې به یې ښه وساتل شي، له دې لارې څخه به ښه بازار ولري او اقتصادي وضعیت کې به یې د پام وړ مثبت بدلون راشي.

د کامې ولسوالۍ يوه قومي مشر او کروندګر نوراغا وويل، کروندګرو ته دا ډول زمينې برابرول د دې لامل ګرځي چې کروندګر خپلو ځمکو کې حلال کښتونه وکري او دغه راز د هېواد کورني حاصلات لوړ کړي.

Visits: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.