ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوديزو خوړو او کرنيزو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو

ننګرهار کې د دوديزو خوړو او کرنيزو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو

author avatar
25 Jan 2021 - 17:02
ننګرهار کې د دوديزو خوړو او کرنيزو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو
author avatar
25 Jan 2021 - 17:02

جلال اباد (پژواک، ۶ سلواغه ۹۹): ننګرهار کې د کرنې رياست او جلال اباد ښاروالۍ له لوري د کورنيو توليداتو، لاسي صنایعو او دوديزو خوړو دوه ورځنی نندارتون او فسټيوال جوړ شو.

دغه نندارتون د سلواغې په ۶مه د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ کې جوړ شو، د کرنې وزير ډاکتر انوارالحق احدي ترڅنګ دولتي چارواکو د ننګرهار د مختلفو سيمو او جلال اباد ښار اوسېدونکي هم ورغلي وو.

په نندارتون کې پر کرنیزو حاصلاتو او محصولاتو سربېره په لاس جوړ شوي لباسونه، لرګين توکي، درمل او خوراکي توکي نندارې ته ايښودل شوي دي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د دغه نندارتون په پرانيسته کې وویل، د دغه دوه ورځني نندارتون څخه یې موخه د بزګرانو تولیدات د بازارموندنې په موخه نندارې ته وړاندې کول دي، څو د وطني تولیداتو سکتور په ملي او نړیواله کچه تقویه شي.

نوموړی وایي، په یاد دوه ورځني نندارتون کې یې په ۱۷۳ غرفو کې د ننګرهار سبزیجات، وچې مېوې، شات، زراعتي او تیلي نباتات، کرنیز وسایل او درمل، تصدیقي نیالګي، نجارۍ برخې تولیدات، لبنیات او نور ګڼ شمېر توکې نندارې ته اېښي دي او هیله یې وښوده چې هېوادوال ترې لیدنه وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي چې دغه نندارتون ته راغلی و، وايي، ننګرهار کرنیز او اقتصادي ولایت دی او هڅه کوي چې د هېواد په کچه یې د صنعتي ولایت په توګه هم بدل کړي، همدا راز یې خوښي وښوده چې د هېواد وګړي د ۶۰ سلنه کورنیو له تولیداتو ګټه اخلي.

هغه زیاته کړه، په پلان کې لري چې د زونونو او په ملي کچه د وطني تولیداتو نندارتونونه جوړ کړي او همدا راز ډېر ژر به په خلیج کې هم یو نندارتون جوړ شي چې په کې به وطني تولیدات نندارې ته وړاندې شي.

د جلال اباد ښاروال انجنير اباسين بهير وويل، د نندارتون په څنډه کې دوی هم د جلال اباد د خوړو فسټيوال برابر کړی چې د دغه ولايت مختلف مشهور خواړه په کې نندارې ته ايښودل شوي دي.

نعمت الله ساپی چې د بشري مرستو موسسې په همکارۍ يې د ننګرهار مختلفو ولسواليو کې مېرمنو او نجونو ته د لاسي صنايعو او خوراکي توکو پروسس زمينه برابره کړې ده، دغه نندارتون ته يې د خپلو محصلاتو بېلګې راوړې وې.

هغه وايي، دا ډول نندارتونونه کولی شي چې کورنيو توليداتو ته بازار پيدا کړي او د بهرنيو وارداتو مخه ونيسي.

نندارتون ته د نورو ولايتونو پر لاسي صنعت باندې بوخت اشخاصو هم خپل توليدات نندارې ته ايښي وو.

رحيمه حاجي زاده په کابل کې د لاسي صنايعو ټولنه او همالته يې د خرڅلاو مرکز لري وايي، نن يې نه يوازې دا چې لاسي توکي خرڅ شول، بلکې ډېرو خلکو ته دا پيغام ورسېد چې له لاسي صنايعو او کورنيو توليداتو ګټه واخلي.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.