ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې رییس: هلمند کې مو د زعفران ترویجولو لپاره هڅې پیل کړې دي

د کرنې رییس: هلمند کې مو د زعفران ترویجولو لپاره هڅې پیل کړې دي

author avatar
25 Jan 2021 - 14:22
د کرنې رییس: هلمند کې مو د زعفران ترویجولو لپاره هڅې پیل کړې دي
author avatar
25 Jan 2021 - 14:22

لښکرګاه (پژواک، ٦ سلواغه ٩٩): د هلمند د کرنې رييس وايي چې په دغه ولايت کې د کوکنارو کښت مخنيوي په موخه يې د زعفران ترويجولو هڅې پيل کړې دي.

د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دغه ولايت کې د زعفرانو کښت ترویجولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

ده وويل: ((تېر کال موږ په يوه څه اندازه ځمکه کې زعفران کرلي وو چې ښه نتيجه يې ورکړې ده.))

د الکو په وينا، د تېر کال په اوږدو کروندګرو ته د زعفرانو کښت او د حاصلاتو ټولولو په اړه معلومات ورکړل شوي څو په مناسب وخت کې ګټه ترې پورته کړي.

هغه وايي: ((که چېرې په دغه ولايت کې د زعفران وکرل شي، نو د کوکنارو کښت يو ښه بديل کېداى شي.))

الکو هيله مندي وښوده چې په راتلونکي کال کې به د دغه ولايت پر ډېرو ځمکو د کوکنارو پر ځاى زعفران وکرل شي.

دغه راز د هلمند کرنې رياست د کرنيزو چارو انجنير محمد اسلم بشردوست پژواک ته وويل چې تېر کال دوى پر ١٥ قطعې ځمکه زعفران کرلي وو.

هغه وايي: ((له دې مو ښه حاصلات ترلاسه کړي چې په دې سره به کروندګر هم تشويق شي څو په خپلو ځمکو کې زعفران وکري.))

په ورته وخت کې په لښکرګاه ښار کې يوه کروندګر خالقداد پژواک ته وويل، کوښښ کوي چې سږ کال په خپلو ځمکو کې زعفران وکري.

دى زياتوي: ((کښت يې اسانه دى، زحمت يې هم کم دى، نو د کوکنارو يو ښه بديل کېداى شي.))

د يادونې ده، د لومړي ځل لپاره د هلمند کروندګر هڅول کېږي څو په خپلو ځمکو کې د زعفرانو کښت وکړي.

Visits: 46

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.