ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کانال په کوردننه د کبانو برخه کې د اړتيا پوره کولو هڅې پيل کړې دي

د ننګرهار کانال په کوردننه د کبانو برخه کې د اړتيا پوره کولو هڅې پيل کړې دي

author avatar
26 Jan 2021 - 17:16
د ننګرهار کانال په کوردننه د کبانو برخه کې د اړتيا پوره کولو هڅې پيل کړې دي
author avatar
26 Jan 2021 - 17:16

جلال اباد (پژواک، ۷ سلواغه ۹۹): د ننګرهار کانال اداره وايي، هڅې يې پيل کړي چې په کور دننه د کبانو د توليد تشه پوره او د خپلو فارمونو توليد کبان بازار ته وړاندې کړي.

مسوولين وايي، د دغې پروژې په پلي کېدو سره به نه يواځې د بهرنيو وارېداتو مخه ونيول شي، بلکې سلګونه بې روزګاره ځوانانو ته به کاري زمينې هم برابرې شي.

د چارواکو په خبره، په دغه ولايت کې يې د کبانو روزنې په شلو لويو حوضونو کار پيل کړی چې هر يو يې د دوه زره کبانو د روزنې وړتيا لري.

د ننګرهارکانال ادارې وياند سيد همايون غريبمل د سلواغې په ۷مه پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې دا اداره د ملي پراختيا شرکت سره يوځای شوې، نو د کورنيو توليداتو، کرنيزو حاصلاتو د لوړوالي او کارموندنې برخې ته يې پاملرنه ډېره شوې ده.

هغه زياته کړه، د کانال پر نورو پروژو سربېره د کبانو د روزنې پروژه چې د دغه کانال اړوند د بهسودو ولسوالۍ ثمرخېلو سيمه کې پيل شوې، په بشپړېدو سره به يې پر ننګرهار سربېره ډېرو ولايتونو ته د نورو هېوادونو د کبانو د واردېدو مخه ونيول شي.

غريبمل وايي، کانال شرکت د ثمرخېلو ساحه کې په خپله ځمکه د کبانو د شلو ډنډونو د جوړولو لړۍ پيل کړې، چې له جملې يې د لسو چارې بشپړې شوي او د پاتې هغو کارونه هم مخ په بشپړېدو دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د لسو حوضونو له ډلې يې ۴ هغه ګټې اخيستنې ته وړاندې شوي چې په درېیو حوضونو کې يې شاوخوا ۶زره کبان اچول شوي او په څلورم حوض کې ۳۳۷ د بچيانو د توليد کبان اچول شوي دي.

دی وايي، د دغې چارې موخه د بهرنيو کبانو د وارداتو مخنيوی، بازار ته د تازه او وطني کبانو وړاندې کول، په ځان بسياينه او بې روزګاره خلکو ته د کار زمينه برابرول دي.

سيد همايون غريبمل وايي، که دغه پروسه بريالۍ شي، نو پر نورو ګټو سربېره به يې د کانال ادارې عوايد هم لوړ شي او دغه اداره به دا پيسې په نورو ګټورو پروژو مصرف کړي چې ورسره به کاري فرصتونه زيات شي.

رحمان الله چې د کبانو په دغه فارم کې دنده لري وايي، تر دې وړاندې به تل له بې روزګارۍ کړېده او هم به يې ستونزې ډېرې وې، خو اوس چې دلته ورته کار پيدا شوی، نو ستونزې يې ډېرې حل شوې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د دا ډول پروژو او کاري فرصتونو منځته راتګ سره پر نشه د ځوانانو د روږدي کېدو مخه نيول کېږي، د هېوادوالو او هېواد اقتصاد لوړېږي او د بهرنيو د احتياج مخه نيول کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد امين ستانکزی وايي، کله چې کورني توليدات زياتيږي، ورسره د بهرنيو وارداتو مخه ډب کېږي او هم کاري فرصتونه زياتېږي.

اوسمهال ننګرهار کې يو شمېر خلک په خصوصي توګه هم د کبانو په روزنه بوخت دي، خو هغه فارمونه دومره وړتيا نه لري چې يوازې جلال اباد ښار ته کبان ورسوي.

Visits: 116

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.