کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): د احمدزیو سراسري شورا مشرتابه وايي، هوډ لري چې د هېواد د ټولو قومونو د یووالي او اتحاد لپاره لاس په کار شي.
د احمدزيو سراسري شورا مشر ډاکټر نقیب الله احمدزي په کابل کې جوړه شوې غونډه کې وويل، تر هغه وروسته چې د احمدزيو سراسري شورا د مشرتابه ټاکنې ترسره شوې، اوس غواړي د نورو قومونو د انسجام او يووالي لپاره هڅې پیل کړي.
ده زياته کړه: “زه وعده کوم چی په راتلونکي کې به د قومونو د یووالي او اتحاد لپاره کار کوم او متحد يې کړم، زما هدف دا دی چې باید په افغانستان کې ټول قومونه په ورورولۍ او اتفاق کې ژوند وکړي.”
د هغه په وينا، له همدې لارې غواړي د اوسني نظام ملاتړ وکړي.
د سیاسي ګوندونو او قومونو د سمون په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار حاجي نذير احمدزي په دې غونډه کې وويل: “زموږ هدف د قومونو انسجام او اتحاد دی چی رئیس جمهور غني بار بار دا خبره تکرار کړې او کار ورته کوي.”
دی زياتوي: “د افغانستان ټول قومونه باید سره منسجم او په ګډه کار وکړي، ترڅو حکومت وکړای شي چې د هغوی مشروع غوښتنې ومني او همکاري ورسره وکړي.”
د ده په خبره، د احمدزيو سراسري شورا يو مهم ادرس دی چې نور قومونه کولای شي له دې شورا سره د قومونو د يووالي او د هېواد د ټیکاو او ثبات لپاره کار وکړي.
د غونډې بل ګډونوال شاه محمود کړوخېل هم وويل چې د يوه هېواد لپاره د قومونو يووالی او اتحاد ډېر مهم دی چې همدا د خلکو او هېواد د سوکالۍ او ارامۍ لامل ګرځي.










