ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ارغنداب ولسوالۍ به ژر د وسله والو له ولکې وایستل شي

چارواکي: ارغنداب ولسوالۍ به ژر د وسله والو له ولکې وایستل شي

author avatar
30 Jan 2021 - 16:58
چارواکي: ارغنداب ولسوالۍ به ژر د وسله والو له ولکې وایستل شي
author avatar
30 Jan 2021 - 16:58

کندهار (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۹): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې لا هم جګړه روانه ده او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل خوا د جګړو له امله د ارغنداب د یو شمېر سیمو لسګونه نورې کورنۍ هم خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوي او کندهار ښار ته یې پناه راوړې ده.

په یوه بله پېښه کې وسله والو د دې ولسوالۍ په کوهک سیمه کې یو ښوونځی په ماينونو الوځولی او ویجاړ کړی يې دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د وسله والو خلاف د امنیتي او دفاع ځواکونو عملیات روان دي او هغوی له څو لورو کلابند شوي دي.

هغه زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي، ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د ده په خبره، تر دې مهاله د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک سیمې په ګډون تر نیمايي ډېرې سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې دي.

دی وايي چې ډېر ژر به دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو له شتون څخه پاکه شي.

ده وویل، وسله والو نه یوازې د خلکو کورونو او باغونو ته درانه زیانونه اړولي، بلکې ګڼې لارې، پلونه او پلچکونه یې هم ویجاړ کړي دي.

نوموړي په دې برخه کې په کوهک سیمه کې د یوه ښوونځي یادونه وکړه چې وسله والو په ماينونو الوځولی دی. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې وسله والو د خلکو د تګ راتګ په لارو کې سلګونه ماینونه ځای پر ځای کړي چې له ۷۰۰ څخه ډېر یې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ شوي دي.

په عین وخت کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، تر راتلونکو څو ورځو به دغه ولسوالي په بشپړه توګه د وسله والو له ولکې وایستل شي او خلک به وکړای شي بېرته په خپلو سیمو کې عادي ژوند ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه هڅه کوي د خلکو د ځان او مال د خوندي ساتلو په موخه په ډېر احتیاط عملیات تر سره کړي.

که څه هم په تېرو څو اوونیو کې د جګړې له امله د ارغنداب زرګونه کورنۍ بې ځای شوي او کندهار ښار ته یې پناه راوړې وه، خو له تېرې ورځې راهیسې بیا دا لړۍ پيل شوې او پاتې لسګونه کورنیو هم کندهار ښار ته پناه راوړې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې له ارغنداب ولسوالۍ څخه یو شمېر کورنۍ د جګړې له امله خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوي چې ولایتي ادارې هغوی ته د مرستو رسولو په موخه اقدامات کړي دي.

هغه زیاته کړه، د کندهار والي روح الله خانزاده له سپارښتنې سره سم یو شمېر ښوونځي چې د لویې ویالې دغې غاړې ته په امن ساحه کې دي، بې ځایه شوو کډوالو ته په واک کې ورکړل.

دغه راز والي د کډوالو چارو او له پېښو سره د چمتووالي ریاستونو ته لارښوونه کړې چې ډېر ژر دغو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي مرستو لومړني کیټونه په واک کې ورکړي.

دی وايي، والي ژمنه کړې چې که اړتیا شي نو په خپل شخصي لګښت به هم له بې ځایه شوو کډوالو سره مرستې وشي.

د بې ځایه شوو کډوالو کورنیو یوه سرپرست محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې په ارغنداب کې له تېرو څو ورځو راهیسې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی و، د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دی وايي، دغو کورنیو په داسې حال کې خپلې مېنې پرې ايښي چې سوړ ژمی دی او په ښار کې د ژوند تېرولو لپاره هیڅ هم نه لري.

نوموړی له اړوندو ادارو د بېړنیو مرسته غوښتنه کوي.

بل خوا د دې ولسوالۍ ولسوال انجنیر محمد شریف پژواک اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ له ۳۹ کليو څخه ۸۰ سلنه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي او په کندهار ښار کې په بد وضعیت کې ژوند کوي.

Visits: 308

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.