ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تادين خان: ډېر ژر به ارغنداب ولسوالۍ له وسله والو پاکه شي

تادين خان: ډېر ژر به ارغنداب ولسوالۍ له وسله والو پاکه شي

author avatar
31 Jan 2021 - 16:03
تادين خان: ډېر ژر به ارغنداب ولسوالۍ له وسله والو پاکه شي
author avatar
31 Jan 2021 - 16:03

کندهار (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۹): په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني وايي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ۳۶ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند ډګرمن خواجه يحيی علوي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک، جوی لاهور او بولان دښت سيمو کې لسګونه وسله وال راټول شوي وو څو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي.

هغه زياته کړه، امنيتي سرتېرو د هوايي ځواک په ملتيا دغه وسله وال په نښه کړل چې په پايله کې يې ۳۶ تنه ووژل شول او ۵ نور ټپيان شول.

دی وايي، په عملياتو کې د وسله والو يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز ده يادونه وکړه چې امنيتي ځواکونو په ارغنداب، ژېړۍ او ميوند ولسواليو کې د وسله والو ۳۰ کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ کړي چې د ملکي او نظامي وګړو د وژلو په موخه يې په لارو کې ځای پر ځای کړي وو.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

چارواکي خبر ورکوي چې تر دې مهاله د ارغنداب ولسوالۍ تر نيمايي ډېرې سيمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې دي.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال تادين خان وايي، تر راتلونکو څو ورځو به دغه ولسوالي په بشپړه توګه د وسله والو له ولکې وايستل شي او خلک به وکړای شي بېرته په خپلو سيمو کې عادي ژوند ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونه هڅه کوي د خلکو د ځان او مال د خوندي ساتلو په موخه په ډېر احتياط عمليات تر سره کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه دارغنداب د تازه عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په سپين بولدک او ارغستان ولسواليو کې د چاودنې له امله ګـڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ارغنداب ولسوالۍ کې له تېرو څو مياشتو راهيسې جګړه روانه ده چې د دې ولسوالۍ له ۳۹ کليو څخه ۸۰ سلنه کورنۍ د جګړو له امله بې ځايه شوي او په کندهار ښار کې يې پناه اخيستې چې په بد وضعيت کې ژوند کوي.

 

Visits: 560

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.