ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: په امنيتي ليکو کې دې له سياسي مقرريو او ترفيعاتو ډډه وشي

محب: په امنيتي ليکو کې دې له سياسي مقرريو او ترفيعاتو ډډه وشي

author avatar
31 Jan 2021 - 10:33
محب: په امنيتي ليکو کې دې له سياسي مقرريو او ترفيعاتو ډډه وشي
author avatar
31 Jan 2021 - 10:33

کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٩) : د ملي امنيت سلاکار وايي، په امنيتي ليکو کې دې له سياسي مقرريو او ترفيعاتو په کلکه ډډه وشي، څو د ټولو امنيتي بنسټونو د منسوبينو حق خوندي وي.

د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه د سلواغې په ١٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ د امنيتي سکټور د لوړ پوړو  چارواکو غونډه پرون ترسره شوه.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر کادري سيستمونو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت سلاکار غونډې ته وویل چې د امنیتي او دفاعي منسوبینو معاشونه او ترفيعات دې د شته کادري معيارونو پر اساس پر وخت ورکړل شي.

هغه زياته کړه، په امنيتي ليکو کې دې له سياسي مقرريو او ترفيعاتو په کلکه ډډه وشي، څو د ټولو امنيتي بنسټونو د منسوبينو حق خوندي وي.

سرچينې ويلي، په دې ناسته کې د هېواد د عمومي امنيتي وضعيت په ارزونه کې وويل شول چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو عملیات خورا اغېزناک او ګټور تمام شوي چې د ډول ډول لاس ته راوړنو تر څنګ يې په سیمه کې د دښمن نفوذ او تحرکات په لوړه کچه مهار کړي دي.

امنيتي مسوولنو دا هم وويل، په هېواد کې د ګڼو بريدونو مخنيوی شوی او په تړاو يې لسګونه کسان نيول شوي دي.

Visits: 75

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.