ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د (NTA) د لایحې خلاف استخدام شويو کارکوونکو د اسنادو ارزولو لارښوونه وکړه

ولسمشر د (NTA) د لایحې خلاف استخدام شويو کارکوونکو د اسنادو ارزولو لارښوونه وکړه

author avatar
1 Feb 2021 - 19:04
ولسمشر د (NTA) د لایحې خلاف استخدام شويو کارکوونکو د اسنادو ارزولو لارښوونه وکړه
author avatar
1 Feb 2021 - 19:04

کابل (پژواک ۱۳ سلواغه ۹۹): ولسمشر د (NTA)  معاشونو د ارزونې ترڅنګ ويلي، هغه اندازه پیسې چې د (NTA) په معاشونو کې د اصلاحاتو له لارې ترلاسه کېږي، د ښوونکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو د معاشاتو د زیاتوالي په برخه کې د عادلانه وېش لپاره پر واضح منبع بدلې شي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه نن (دوشنبه) په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه زياتوي، په پیل کې جمهور رئیس غني د مالیې وزارت سرپرست محمدخالد پاینده ته د ښه راغلاست پر مهال په دغه وزارت کې اصلاحاتو ته پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ.

وروسته د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د پروژو د واحد مدیریت (PMU) او ملاتړو پروژو د قراردادي کارکوونکو راپور غونډې ته وړاندې کړ.

جمهور رئیس د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته دنده وسپارله چې د (NTA) ټول معاشونه بیا وارزوي او هغه اندازه پیسې چې د (NTA) په معاشونو کې د اصلاحاتو له لارې ترلاسه کېږي، د ښوونکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو د معاشاتو د زیاتوالي په برخه کې د عادلانه وېش لپاره پر واضح منبع بدلې کړي.

همداراز جمهور رئیس غني د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، د ۳۰ سلنه هغو کارکوونکو اسناد چې د (NTA . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.