ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخمونو د نرخ لوړوالي، ننګرهار کې د هندواڼو کروندګر اندیښمن کړي

د تخمونو د نرخ لوړوالي، ننګرهار کې د هندواڼو کروندګر اندیښمن کړي

author avatar
3 Feb 2021 - 14:48
د تخمونو د نرخ لوړوالي، ننګرهار کې د هندواڼو کروندګر اندیښمن کړي
author avatar
3 Feb 2021 - 14:48

جلال اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۹): د ننګرهار ولايت يو شمېر کروندګر وايي چې په جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو کې د ځينو دوکاندرانو له خوا د احتکار له امله د هندواڼو تخم بیه لوړه شوې ده.

دوی وايي، که په همدې پنځلس ورځو کې د هندواڼو تخم ونه کرل شي، نو بيا حاصل نه ورکوي.

د ننګرهار او کونړ ولايتونو اړوند د کونړ سيند ډېر ټاپونه او نوره زرګونه جريبه ځمکې هر کال د هندواڼو په فصلونو شنې کېږي چې کروندګر يې د حاصلاتو له ښه والي خوښ دي خو د تخمونو ګرانښت او د حاصلاتو بازار نشتوالی لويې ستونزې ګڼي.

يو شمېر کروندګرو پژواک اژانس ته ويلي، پخوا يې د سل ګرامه تخم پاکټ په څه کم دوه زره افغانۍ اخيست خو په دې ورځو کې څه کم درېیو زرو افغانيو ته پورته شوی دی.

مشال حليمي چې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د سيند غاړې څلوېښت جريبه ځمکه يې له حکومته په اجاره نيولې، وايي، د تخم بیې لوړوالي ورته ستونزې جوړې کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، که په همدې پنځلسو ورځو کې يې ونه کري نو بيا حاصل نه ورکوي او اوس د هندواڼې تخم نرخونه تر ۲۸سوه افغانيو لوړ شوي دي.

ده زياته کړه: ((دوکاندارانو ته د هندواڼو تخمونه ښه ډېر دي، خو دا چې اوس يې د کر وخت دى او تقاضا يې زياته ده، نو دوى احتکار کړی او په لوړه بيه يې خرڅوي.))

د نوموړي په وينا، د نرخ لوړوالي له امله به ډېر کروند ونه شي کړاى چې تخمونه واخلي چې ورسره به په راتلونکي کې د هنډواڼو حاصلات ډېر کم او کروندګرو ته به اقتصادي ضربه ورسېږي.

د ننګرهار ولايت يو بل کروندګر عبدالولي خان هم وايي چې دوکانداران که د ولسواليو دي او يا هم د ښار، ټولو د تخم احتکار پيل کړی دی.

هغه زياته کړه، د هندواڼو کښت له وخت مخکې او بیا وروسته نرخونه له ۲۰۰۰ افغانيو څخه هم کم وي، خو اوس تر درې زرو پورې رسېدلي دي.

د ميرعالم په نوم يو بل کروندګر وايي، د حکومت نه پاملرنې له امله هر کال په دې ورځو کې ورته ستونزه رامنځته کېږي چې بيا بېرته عادي حالت ته ګرځي.

ده پژواک ته وويل، دوکانداران تخمونه پټ ساتي او کروندګرو ته وايي چې لږ تخم ورسره شته که په ګرانه بيه يې اخلي ورباندې يې خرڅوي.

بلخوا دوکانداران وايي، ستونزه ډېره د لويو سوداګرو له خوا رامنځته کېږي؛ ځکه هغوی چې ورته په کوم نرخ تخم ورکړي، دوی يې په هماغه نرخ په بازار کې پلوري.

د جلال اباد ښار د ډنډ غاړې يو دوکاندار محمد نعيم چې کرنيز درمل او تخمونو پلوري، وايي، د هندواڼو او نور ټول تخمونه او کرنيز توکي له بهرنيو هېوادونو راوړل کېږي، نو ځکه يې نرخونه هم د بهرني بازار له مخې ټاکل کېږي.

د ننګرهار د کرنې رياست وايي چې د تخمونو نرخونو کنټرول په دوی پورې اړه نه لري، يوازې د تخمونو د کيفيت کنټرول د دوی دنده ده.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د جلال اباد ښاروالۍ چې د ښار نرخونو د کنټرول دنده لري، نظر له ځان سره ولري خو له دې ادارې سره په بيا ځلي اړيکو نيولو هم د ځواب پر اخيستو بريالی نه شو.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.