ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات زندان کې د یوې نښتې له امله دوه کسان ټپیان شوي

په هرات زندان کې د یوې نښتې له امله دوه کسان ټپیان شوي

author avatar
13 Feb 2021 - 13:59
په هرات زندان کې د یوې نښتې له امله دوه کسان ټپیان شوي
author avatar
13 Feb 2021 - 13:59

هرات ښار (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٩): د هرات دولتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په زندان کې په یوه نښته کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ټپیانو کې یو پولیس او یو بندي شامل دي.

هغه وویل چې د پولیسو یو بندي د یوه افسر له خوا په ډزو او یو پولیس د چاړې په برید کې ټپي شوی دی، ټپیان د روغتیایي ټېم له خوا روغتون ته لېږودول شوي دي.

په ورته وخت کې په هرات کې یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار یو شمېر بندیانو هغه مهال خوځښت کړی چې ځینې بندیان کابل ته لېږدول کېدل.

د سرچینې په وینا پولیسو د بندیانو د ارامولو له پاره هوایي ډزې هم کړې دي.

خو یو شمېر بندیان چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي پژواک ته وویل، دغه نښته هغه مهال رامنځته شوې چې پولیسو غوښتل له بندیانو څخه موبایلونه راټول کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې هم په هرات زندان کې د یوې نښتې له امله د پولیسو په ګډون۱۰ بندیانو مرګ ژوبله اوښتی وه.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.