ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ښوونکو په معاشونو کې د انډول رامنځته کېدو لپاره لاریون وکړ

د هرات ښوونکو په معاشونو کې د انډول رامنځته کېدو لپاره لاریون وکړ

author avatar
16 Feb 2021 - 15:08
د هرات ښوونکو په معاشونو کې د انډول رامنځته کېدو لپاره لاریون وکړ
author avatar
16 Feb 2021 - 15:08

هرات ښار (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۹): په هرات ولایت کې سلګونو ښوونکو د «موږ عدالت غواړو، موږ مرستې نه غواړو» شعارونو په ورکولو سره د هرات ولایت مقام مخې ته لاریون وکړ.

ښوونکو ګواښ وکړ، که د دولتي کارکوونکو او ښوونکو معاشونه برابر نه شي، دوی به په راتلونکي ښوونیز کال کې سراسري اعتصاب وکړي.

د هرات ښوونکو شورا رییس محمد صابر مشعل په دغه لاریون کې د ښوونکو حقونو په برخه کې د حکومت پر بې عدالتۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه معاش چې اوس یې دولت ښوونکو ته ورکوي، یوازې مرسته ده، ښوونکي مرسته نه، بلکې معاش غواړي.

هغه زیاته کړه، ښوونکي د ټولنیز عدالت له مخې د معاشونو د انډول غوښتنه کوي.

د علي احمد په نوم یوه ښوونکي په دغه لاریون کې له حکومته وغوښتل چې د ښوونکو غوښتنې په پام کې ونیسي او د ولسي جرګې د طرحې ملاتړ وکړي.

د هرات د ښوونکو شورا مرستیالې ارزو سکندري په دغه لاریون کې پر حکومت نیوکه وکړه چې ښوونکي په داسې حال کې چې د خلکو لپاره تر ټولو ډېر زحمت باسي خو کم حقوق ترلاسه کوي.

هغې له حکومته وغوښتل چې د ښوونکو او دولتي کارکوونکو معاشونو کې د انډول غږ واوري.

د هرات پوهنې ریاست د تعلیماتو عمومي امر عبدالرحمان عزیزي هم د دولتي کارکوونکو او ښوونکو معاشونو پر نه برابرۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، د هرات پوهنې ریاست هم د ښوونکو له لاریون سره همغږی دی او د دوی غوښتنې به مرکزي حکومت ته ورسوي.

په ورته وخت کې د هرات والي سید وحید قتالي وویل، د ښوونکو غوښتنې به مرکزي حکومت چارواکو ته ورسوي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ډېری ولایتونو کې ورته لاریونونه ترسره شوي او ښوونکو په کې د معاشونو د برابرۍ غوښتنه کړې ده.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.