ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ساتونکى وژل شوی

کندهار کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ساتونکى وژل شوی

author avatar
17 Feb 2021 - 21:28
کندهار کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ساتونکى وژل شوی
author avatar
17 Feb 2021 - 21:28

کندهار ښار (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٩) : وسله والو کسانو د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې حشمت کلا ته څېرمه په يوه بريد کې د پخواني ولسمشر يو ساتونکی له خپل زوی سره وژلی دی.

ددې ولايت يوې امنیتي سرچینې د سلواغې په ٢٩مه، پژواک اژانس ته وویل، پېښه نن ماښام شپږ بجې شوې ده.

دغه سرچینه زیاتوي، د نانک اغا په نوم دغه کس له خپل ديارلس کلن زوی سره په یوه دوکان کې ناست و چې برید پرې وشو.

د سرچينې په وينا، د برید په پایله کې پلار او زوی دواړه وژل شوي او بريدګر تښتېدلي دي.

د یادونې ده چې نن سهار د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند قادري سرای ته څېرمه هم د وسله والو په برید کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوی.

د یادو شوو دوړاو پېښو مسوولیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.

Visits: 348

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.