ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د خبرو له مېزه د طالبانو لرې کېدل نه غواړو»

«د خبرو له مېزه د طالبانو لرې کېدل نه غواړو»

author avatar
23 Feb 2021 - 16:54
«د خبرو له مېزه د طالبانو لرې کېدل نه غواړو»
author avatar
23 Feb 2021 - 16:54

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٩): د سولې خبرو مرکچي پلاوي يو غړى وايي، له ټولو ستونزو سره سره دوى نه غواړي چې طالبان د خبرو له مېزه لرې کړي.
دغه څرګندونې د مرکچي پلاوي يوه غړي ډاکتر طالب نن (د کب ٥مه) د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري خبريالانو ته د سولې روزنيز ورکشاپ کې وکړې.
ډاکټر طالب وويل چې د سولې اړوند خبرونو ليکل پېچلتياوې لري او بايد خبريالان ورته ځير و اوسي.
د ده په خبره چې يو د معلوماتو او اطلاعاتو راټولول دي او بله مهمه موضوع له دغو معلوماتو د خبر جوړول دي چې بايد د سولې اړوند خبرونو کې خاص هدف په پام کې ونيول شي چې هغه ملي ګټې دي.
نوموړي وويل چې د سولې لومړي پړاو خبرې بايد درې مياشتو ته نه واى اوږدې شوې او د خبرو اجنډا د دومره زيات وخت د بحث وړ نه وه او نه داسې مهم مسايل په کې وو چې دومره وخت یې نيولى واى.
هغه زياته کړه: «زياتره مسايل تقريباً د دواړو لوريو د توافق وړ و، خو وروسته چې په طرزالعمل کې دوه مسايل (د دوحې تړون د خبرو اصل ګڼل او مذهبي موضوع) په حقيقت کې زموږ د ټيم د وېشلو او زموږ پر ټيم د فشار راوړلو لپاره راپيدا او جدي ونيول شول.»
ده زياته کړه چې دى په طالبانو کې د سولې خبرو لپاره خلوص ويني، خو د خبرو د مېز پر سر يو څه ستونزې هم لري.
د سولې په چارو کې د دولت وزير او د مرکچي پلاوي غړي سيد سعادت منصور نادري وويل چې ازادې رسنۍ د دولت او ملت ترمنځ د پول حيثيت لري او هيله لري چې د سولې ژورنالېزم د سولې ټينګښت لپاره يوه دريڅه شي.
ده وويل چې حکومت د سولې پروسې د ګړنديوتوب لپاره په ملي او نړيواله کچه هڅې کړندۍ کړې دي.
د سولې چارو وزارت مرستيال عبدالله خنجاني وويل: ((نږدې تېر شل کلونه موږ د جګړې راپور ورکونه درلوده، خو د سولې راپور ورکول له هغه سره ډېر توپير لري.))
هغه ډاډ ورکړ چې دوى به د سولې اړوند د معلوماتو په برخه کې له رسنيو سره پوره همکاري وکړي.
د يادونې ده، په ياد ورکشاپ کې د مرکز د ٣٠ رسنيو شاوخوا ٣٥خبريالانو ګډون کړى وو، دغه ورکشاپ د يو اس اى ډي په مالي مرسته او د الباني روزنيزې او مشورتي موسسې له خوا جوړ شوى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.