ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د واده موټر کې اورلګېدنې له امله لس کسان مړه شوي

اروزګان کې د واده موټر کې اورلګېدنې له امله لس کسان مړه شوي

author avatar
24 Feb 2021 - 10:09
اروزګان کې د واده موټر کې اورلګېدنې له امله لس کسان مړه شوي
author avatar
24 Feb 2021 - 10:09

ترينکوټ (پژواک، ٦ کب ٩٩): د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د واده په موټر کې اورلګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لس کسان مړه شوي.

د ګیزاب ولسوال عبدالله د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ په بومي سيمه کې د واده په يوه موټر کې اور ولګېد.

هغه وايي: ((په اوبو کې د تېرېدو له امله د موټر وینرینګ شارټی کړې او اور یې اخیستی دی.))

د ولسوال د معلوماتو له مخې چې په دغه موټر د ناوې او زوم په ګډون ١٢ کسان سپاره وو.

نوموړی زياتوي چې ناوې او زوم ته زیان نه دی رسېدلی خو پاتې نور کسان ټول مړه شوي دي.

د هغه په خبره چې په وژل شوو کې پنځه ښځې، څلور ماشومان او يو بل سړى شامل دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.