ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د انعکاس تلوېزيون د وژل شوو کارکوونکو کورنۍ د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي

د انعکاس تلوېزيون د وژل شوو کارکوونکو کورنۍ د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي

author avatar
3 Mar 2021 - 15:38
د انعکاس تلوېزيون د وژل شوو کارکوونکو کورنۍ د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي
author avatar
3 Mar 2021 - 15:38

جلال اباد (پژواک، ۱۳ کب ۹۹): ننګرهار کې د انعکاس تلوېزيون د وژل شويو ښځينه کار کوونکو د کورنۍ غړي او د دغه تلوېزيون کارکوونکي د هغوی د قاتلينو د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه کوي.

دوی وايي، د وژل شويو کسانوکورنۍ ډېرې بې وزله دي چې حکومت ورسره بايد مرستې وکړي.

شهناز رووفي، سعديه سادات او مرسل وحيدي چې له تېرو شاوخوا درېيو کلونو راهيسې يې په دغه خصوصي تلوېزيون کې د سريالونو د دوبلې برخه کې کار کاوه پرون شاوخوا څلور نيمې بجې جلال اباد ښار کې په دوو جلا بريدونو کې ووژل شوې.

مرسل وحيدي چې له دفتره کور ته پر لاره وه، د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند قصبې سيمه کې ووژل شوه، دغه راز سعديه سادات او شهناز رووفي هم له دفتره تر وتلو وروسته په نږدې ساحه کې ووژل شوې.

د دغو درې واړو جنازې نن په خپلو سيمو کې ترسره شوې چې د کورنيو غړو يې د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه.

د مرسل وحيدي ورور روښان د خپلې خور پر قبر تر خاورو اړولو وروسته وويل، خور يې هيله درلوده چې د خپلې خاورې خدمت وکړي، زده کړې وکړي او د ښځو غږ پورته کړي خو نا معلوم دښمن يې هره هيله خاورې کړه.

دی وايي: (( مور مې ناروغه وه، د درملنې لپاره يې پيسې نه وې چې مرسل له دفتر څخه د درېيو مياشتو د معاش غوښتنه کړې وه، لا يې پور نه و تر لاسه کړی چې د ژوند پور يې پرې کړ.))

د بلې وژل شوې شهناز رووفي ماما وايي، همدا يې د کور ګټندويه وه، اقتصادي وضعيت يې سخت  خراب دی له اړې ورځې يې په سختو شرايط کې خپلې هغې ته د کار کولو اجازه ورکړې وه، خو وسله والو پرېنښوده چې خپلې هيلې پوره کړي.

د انعکاس تلوېزيون مسوولين وايي، نه يوازې دغه کارمندانې يې له امنيتي ګواښونو سره مخ وې، بلکې د ټولو کارمندانو پر وړاندې يې ګواښونه موجود دي.

د دغه تلوېزيون مشر انجنير زلمی لطيفي وايي، که څه هم د دفترونو د امنيت ساتلو لپاره رسنيو ډېر کار کړی، خو د خبريالانو د کار ساحه او کور ته تګ راتګ يې خوندي نه دي بايد حکومت په اوسنيو شرايطو کې نوی طرز العمل رامنځته کړي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وايي، نن سهار يې د دغه ولايت امنيتي مسوولينو ته جدي دنده سپارلې چې د يادو ژورنالېستانو قاتلين به نيسي،پېښه به په جديت سره څېړي او که دا کار يې تر سره نه کړ، نو له دندو به استعفی کوي.

پرون د ننګرهار امنيه قوماندان ويلي و چې د پېښې په تړاو يې يو کس له تومانچې سره نيولی، خو دغه خبر د خلکو له پراخو غبرګونو او بې باوريو سره مخ شو.

داعش وسله والو ته په يو منسوب شوي پيغام کې تاييد شوې چې بريد يادې وسله والې ډلې کړی دی.

Visits: 1512

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.