ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتيار حکومت ته د خپلو غوښتنو د پلي کولو لپاره لس ورځې وخت ورکړ

حکمتيار حکومت ته د خپلو غوښتنو د پلي کولو لپاره لس ورځې وخت ورکړ

author avatar
5 Mar 2021 - 15:01
حکمتيار حکومت ته د خپلو غوښتنو د پلي کولو لپاره لس ورځې وخت ورکړ
author avatar
5 Mar 2021 - 15:01

کابل (پژواک ۱۵ کب ۹۹): په کابل کې د حزب اسلامي په لاريون کې د دې ګوند مشر حکمتيار پردې سربېره چې د خپلو غوښتنو د پلي کولو لپاره يې حکومت ته د لسو ورځو ضرب الاجل ورکړ، وويل، لاریونونه به يې تر هغو دوام وکړي ترڅو په هېواد کې روان بحران پای ته نه وي رسېدلی.

د پژواک خبريال وايي، د حزب اسلامي سلګونه پلويان د کابل په دارالامان سيمه کې راټول شوي وو، سهار يې له همدې سيمې حرکت پيل کړ او د ښار منځنۍ سيمې "ده افغانانو" کې سره راغونډ او ناسته يې وکړه. د لاريون له پيلېدو څه وخت وروسته په خپله حکمتیار هم را ورسېد او له لاريون والو سره يو ځای شو.

لاريون والو د «زموږ هدف: سوله، زموږه غږ: سوله» او «مرګ د ملت پر قاتلينو، مرګ پر غدارو واکمنانو او مرګ د علماوو پر دښمنانو» شعارونه ورکول.

په ده افغانانو کې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وينا وکړه او ويې ويل، نن يې چې د سوله يیزو لاريونونو لړۍ له کابله پیل کړه، تر هغو پورې به روان وي ترڅو چې په هېواد کې اوسنی روان بحران پای ته نه وي رسېدلی.

هغه له حکومته وغوښتل چې هدفي ترورونه دې فورا او له ځنډ پرته ودروي، د سولې له مخالفته دې لاس واخلي، د نوي جنګ لپاره تياری او د وسلو وېش دې بند کړي، نور دې د جګړو د دوام لپاره د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه نه کوي.

د ده په وينا، امریکا او طالبان دې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او د همدې تړون له مخې دې بهرني ځواکونه ووځي او واک دې يوې نوې ادارې ته وسپارل شي. دغه راز ټول لوري دې له اوربند او د نوي حکومت له رامنځ ته کېدو سره توافق وښيي.

هغه زياته کړه، د ملي شتمنيو له چور او د هغو د لېږد مخه دې ونيول شي، دغه راز بهرني هېوادونه دې په اختلاس تورن افغاني چارواکي له غارت کړل شويو شتمنيو سره بېرته د محاکمې لپاره افغانستان ته را مسترد کړي.

حکمتيار له طالبانو هم وغوښتل چې له داسې لارو چارو کار واخلي چې ورسره اوسنۍ جګړه پای ومومي او هم دې په دوحه کې د اوږدو مذاکراتو پر ځای له اغېزمنو اړخونو سره کښېني او مذاکرات وکړي.

دغه جهادي مشر وويل: "د حکومت له خوا د دوی د غوښتنو د نه عملي کېدو په صورت کې به يې د راتلونکو لاريونونو غوښتنه يواځې او يواځې د اوسني حکومت د چارواکو استعفا وي. تر دې وروسته هېواد نه د شهيدانو قاتلانو ته، نه سيکولران او نه هم کمونستانو ته پرېږدي."

د حزب اسلامي مشر پر حکومت او مسوولینو يې تور پورې کړ چې د کابل په دروازو کې يې د دوی له لاريون سره د يو ځای کېدونکو کسانو مخه نيولې ده.

دی وايي: "حکومت دې پوه شي چې په دې کارونو سره هيڅ شی نه شي ترلاسه کولای. ارګ بايد د غدر لار پرېږدې او له حزب اسلامي کړې معاهده دې په بشپړه توګه عملي کړي، ارګ ته لس ورځې مهلت ورکوو چې دغه مطالبات عملي کړي، که يې دې مطالباتو ته تمکين ونه کړ، دوامداره مظاهرات به نه يواځې کابل، بلکې په نورو ښارونو کې هم پیل شي."

پژواک

احمدزی

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.