ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د ټولشموله حکومت لپاره له هڅو سره جګړه نوره هم خونړۍ شوه

تېره اوونۍ د ټولشموله حکومت لپاره له هڅو سره جګړه نوره هم خونړۍ شوه

author avatar
6 Mar 2021 - 18:08
تېره اوونۍ د ټولشموله حکومت لپاره له هڅو سره جګړه نوره هم خونړۍ شوه
author avatar
6 Mar 2021 - 18:08

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۹۹): تېره اوونۍ کې ـ چې د ملکي وګړو لپاره ډېره خونړۍ وه- طالبانو د دوحې تړون هر بدیل په داسې حال کې ناکام وباله چې د امریکا له خوا د «ټولشموله حکومت» موضوع راپورته شوه، خو یوه افغان چارواکي وویل چې هېڅ ډول طرحه باید د افغانستان د دولت په غیاب کې مطرح نه شي.

پېچلی حالت: دغه راز ځینو سیاسي څېرو د خلیلزاد له خوا له مطرح شوې نوې طرحې یو ډول ملاتړ وکړ، طالبانو وویل که څه هم امریکا د دوحې تړون په اړه خپل مسوولیت سم نه دی ادا کړی، خو دغه تړون مثبت خوا ته روان دی. افغان چارواکو بیا طالبان د سولې لپاره د ارادې په نه لرلو تورن کړل او د دوحې تړون یې هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره بې اغېزې وباله، زیاته یې کړه چې اوس د سولې لپاره طلایي چانس شته، خو واک باید د ټاکنو له لارې ولېږدول شي.

دغه راز په دغې اوونۍ کې د افغانستان ولسمشر له ترکیې وغوښتل چې د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په برخه کې همکاري وکړي، یوه پاکستاني چارواکي ټینګار وکړ چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته شرایط برابر نه دي او روسيې بیا وویل چې  افغانستان کې د «امارت» بېرته راتګ د منلو نه دی.

خونړۍ اوونۍ: یاده اوونۍ د سولې د هڅو او په تړاو یې د یادو بېلابېلو کړنو او څرګندونو تر څنګ، د ملکي وګړو لپاره تر مخکنیو دوو اوونیو ډېره خونړۍ وه.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله

پژواک خبري اژانس د خپلو او ځینو نورو رسنیو د راپورونو له مخې د تېرې، وړمې او تر وړمې مخکې اوونۍ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه معلومه کړې ده.

دغه راپورونه ښیي چې تېره اوونۍ (د وړمې جمعې د شپې له ۱۲ بجو د تېرې جمعې د شپې تر ۱۲ بجو) په ۱۲ وسله والو بریدونو کې ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۸ نور ټپیان دي.

دغه بریدونه په هرات، ننګرهار، غزني، کابل، بلخ، کونړ، جوزجان او لوګر ولایتونو کې شوي دي.

له یادو وژل شویو او ټپیانو څخه ۱۸ نارینه او څلور ښځې وژل شوي او ۳۴ سړي، دوه ښځې او درې ماشومان ټپیان دي.

له یادو کسانو څخه، ۳۷ تنو ته په مخامخ نښتو، ۱۷ ته په هدفي وژنو او ۱۶ ته په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده او له یادو ۱۲ بریدونو څخه د ۱۱ مسوولیت چا نه دی منلى، خو په جوزجان کې ځایي چارواکو منلې چې یو تن د یوې امنیتي پوستې منسوبینو وژلی دی.

خو د پژواک د موندنو له مخې، وړمه اوونۍ هم په ۱۲ بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷ نور ټپیان شوي، خو تر هغه مخکې اوونۍ کې په ۱۳ بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان وو.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې تېره اوونۍ په نهو ولايتونو (کاپيسا، غزني، زابل، لوګر، کابل، فارياب، کونړ، ننګرهار او جوزجان) کې د دولتي ځواکونو او بهرنيو ځواکونو په بریدونو کې ۲۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور تپیان دي.

د ملی امنیت شورا له ویاند رحمت الله اندړ څخه مو یو ځل د روانې کب میاشتې په نهمه او بیا نن (د کب ۱۶مه) وغوښتل چې د تېرې اوونۍ د جګړو او له امله یې د مرګ ژوبلې په تېره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات راکړي، خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

تېره اوونۍ په جګړو کې ښکېلو غاړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه تر لاسه کیږي.

په دغې اوونۍ کې له جګړې سره جوخت د سولې لپاره هم په ملي او نړیواله کچه هڅې روانې وې، خو تر اوسه یې مثبته پایله نه ده لرلې.

د سولې په اړه په نړیواله کچه څه روان و؟

تېره اوونۍ، روسي، پاکستاني او قطري چارواکو د افغانستان د سولې په تړاو څرګندونې کړي، خو د دغې اوونۍ مهمه چاره دا وه چې خلیلزاد «افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو» پر طرحې د افغانستان له دولتي چارواکو او ځینو سیاسیونو سره خبرې وکړې.

د راپور له مخې، د قطر د ځمکنيو ځواکونو قوماندان تورنجنرال سعيد حاسن محمد الخيارين د کب په ۱۳مه د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې کړې او د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیوف د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره مسکو کې په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې «د امارت بېرته راتګ د منلو نه دی او دا له وخته مخکې ده چې د طالبانو نومونه له تورلېسته ووځي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې طالبان له امریکا سره د دوحې تړون ته سل په سله ژمن پاتې شوي او باید امریکا له دې تړون نه په شا نه شي.‌

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د کب په لسمه اسلام اباد کې یوه ناسته کې د امريکا له خوا د دوحې تړون د ارزونې ملاتړ وکړ او د تړون د ژر ارزونې د غوښتنې تر څنګ یې ویې ویل چې شرايطو ته په پام له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته حالات برابر نه دي او باید په اړه یې له طالبانو سره مشورې وشي.

تېره اوونۍ، د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوي دولت د ملي امنیت د موقتې ستراتېژۍ لارښود خپور کړ. په دې لارښود کې راغلي، په پام کې نه ده چې د امریکا نوی دولت په یوه ناپایه جګړه کې‌ چې د زرګونو کسانو ژوند یې اخیستی، ښکېل پاتې شي،‌ بلکې هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو یوه اوږده جګړه په مسوولانه ډول پای ومومي. خو په لارښود کې دا هم راغلي چې له دې باید ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان بیا د «ترهګرو» لپاره پر خوندي ځای نه بدلېږي.

خو کابل او بیا قطر ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد سفر د دغې اوونۍ د خبرونو په سرټکو کې و.

خلیلزاد کابل کې له افغان دولتي چارواکو سربېره له ځینو مطرحو افغان سیاستوالو سره هم کتلي او له هغوی سره یې د نورو انتخابونو ترڅنګ «د ټولشموله حکومت» د طرحې او افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه هم خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني، د مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار، د اسلامي دعوت ګوند له مشر عبدرب رسول سياف، د ولسي جرګې له مشر مير رحمان رحماني، د جنبش ګوند له مشر مارشال عبدالرشید دوستم، د بهرنيو چارو وزير محمد حنیف اتمر، د اسلامي وحدت ګوند له مشر کريم خليلي، د «حزب وحدت اسلامی مردم افغانستان» ګوند له مشر محمد محقق، د جمعيت اسلامي ګوند له مشر صلاح الدين رباني، د ولسي جرګې له پخواني مشر محمد يونس قانوني او د جمعیت اسلامي له اجرایي مشر عطامحمد نور سره خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوري چارواکي ویلي چې خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې د افغانستان حکومت ته داسې طرحه سپارلې، چې که ومنل شي، له مخې به‌ یې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د با نفوذه هېوادونو، حکومتي چارواکو او له حکومته بهر سیاسي مشرانو په ګډون په لوړه کچه يو ناسته جوړه شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس او ولسمشرغني هم د کب په ۱۳مه د افغانستان د سولې روان بهیر پر راتلونکو پړاوونو خبرې کړي.

یاد امریکايي چارواکی چې د موضوع د حساسيت له کبله نه‌ غواړي نوم ‌يې واخيستل شي، وايي چې د دوحې روانې خبرې امريکا ته مهمې دي، خو امریکا غواړي چې افغان لوری ډېر ژر اوربند او سیاسي حل‌لارې ته ورسېږي.

خو هغه زیاته کړې چې د ټولشموله حکومت موضوع په راتلونکو څو ورځو کې له طالبانو سره هم شریکه شي.

د امريکا سفارت دغه چارواکي په دې تړاو د افغان مشرانو غبرګون مثبت بللی او ویلي یې دي: «دا چې له دې ځايه هغه ځاى ته څه ډول ورسېږو، ښايي يو لنډ مهاله اداره جوړه شي، دا چې دا اداره به څه ډول وي او څوک به په کې ګډون ولري، پر دې بايد بحثونه وشي.»

د سولې په تړاو د دولت کړنې او څرګندونې:

تېره اوونۍ افغان چارواکو د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع جوړولو د هڅو تر څنګ، طالبان د سولې لپاره د ارادې په نه لرلو تورن کړل، د دوحې تړون یې هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره بې اغېزې وباله او یو ځل بیا یې د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد د ټینګار تر څنګ وویل چې هېڅ طرحه باید د افغانستان د دولت په غیاب کې مطرح نه شي.

د ولسمشر غني دویم مرستیال محمد سرور دانش د کب په ۱۴مه کابل کې یوې غونډې ته وویل چې هېڅ ډول طرحه باید د افغانستان د دولت په غیاب کې او یوازې د بهرنیانو په خوښه مطرح نه شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني- تېره اوونۍ یې له ترکیې وغوښتل چې د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په برخه کې همکاري وکړي- د کب په ۱۴مه د اېکو سازمان سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې ته تلپاتې سولې راوستلو کې مهم رول لوبولی شي او که افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو روان بهیر ناکام شي، نو پاکستان ته به یې د بل هر هېواد ډېر زیان ورسېږي.

ده د افغانستان د راتلونکي خوندي کولو لپاره د نړیوال او سیمه ییز تضمین پر شتون د ټینګار تر څنګ وویل چې اوس د یو سیاسي جوړجاړي له لارې افغانستان ته د سیاسي ثبات راوستلو طلایي فرصت دی.

خو هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې‌ افغانستان کې د یو منظم سیاسي بدلون لپاره یو اړین شرط دا دی چې د نړیوالې ټولنې په مرسته او تر څارنې لاندې دې هېواد کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

د افغانستان ملي امنیت شورا وياند رحمت الله اندړ، د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د دوحې تړون د لومړۍ کالیزې په ورځ (د کب په لسمه) وویل چې دغه تړون د جګړې پای ته رسېدو او امنیت ټینګېدو لپاره اغېزمن نه دی تمام شوی.

هغه زیاته کړه:«افغانانو چې د دوحې له هوکړه لیکه د سولې او امنیت اړوند کومې هيلې درلودې، هغه يې نه دي ترلاسه کړې؛ دغه تړون يوازې له امريکا سره اوربند يقیني کړی دی.»

د ولسمشر سرپرست وياند دواخان مینه پال هم په دې اړه پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي:«که د دوحې تړون ته له افغاني ليد لوري وکتل شي، د سولې په تمه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخريب شوی.»

د دوحې تړون تېر کال د کب په لسمه د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو تر منځ لاسلیک شو.

په تړون کې راغلي چې امریکایي او نور بهرني ځواکونه به د تړون د لاسلیک له نېټې وروسته په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان نه وځي، طالبان به هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د امریکا او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پېښ کړي، د افغانستان د دولت او طالبانو بندیان به خوشي کیږي او د سولې بین الافغاني خبرې به پیلیږي.

تر اوسه د طالبانو پنځه زره او د دولت زر تنه بندیان خوشي شوي، افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر له ١٢زرو څخه دوه نيم زرو ته راټیټ شوی او د سولې بین الافغانی خبرې هم دوحه کې پیل شوي، خو خونړۍ جګړه لا هم روانه ده.

تېره اوونۍ د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني هم تاجکستان ته د سفر پر مهال طالبان تورن کړل چې د سولې لپاره اراده نه لري او د جګړې ختمول نه، بلکې د واک ترلاسه کول غواړي. ده له تاجکستانه وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د سولې بهير مثبتې پايلې ته ورسېږي. رحماني په دغه سفر کې وویل چې که ناټو په غيرمسوولانه توګه افغانستان پرېږدي، نو جګړې به زور واخلي.

دوحه کې څه روان دي؟

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیې کوفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې زلمي خلیلزاد د کب په ۱۴مه د دغه پلاوي له مشر محمد معصوم ستانکزي او غړو سره ولیدل.

کوفي په دې اړه جزییات ورنه کړل، خو د دغه پلاوي بل غړي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وویل چې دوی له خلیلزاد سره ګټوره ناسته لرله.

د هغه په وینا، افغانستان کې چې د سولې پروسې په اړه کومې اندېښنې دي، داسې کومه خبره نه شته او خلیلزاد له دوی سره کومه طرحه هم نه ده شریکه کړې، خو ټینګار یې کړی چې باید د سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې شي او د سولې پروسه کې باید د ملګرو ملتونو رول زیات کړل شي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي:«پرون ماښام د افغانستان اسلامي امارت سياسي مرستيال او د سياسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم مشر شيخ عبد الحکيم حقاني او ور سره پلاوي، د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد، جنرال ميلر او ورسره پلاوي تر منځ ناسته وشوه.

د هغه په وینا، په ناسته کې دواړو لوريو د دوحې هوکړې ته خپله ژمنتيا وښوده، د د دغې هوکړې د پوره عملي کېدو په اړه د خبرو تر څنګ یې د افغانستان په روان وضعيت او د بين الافغاني مذاكراتو د روان بهير د چټکتيا او اغېزمنتيا په اړه بحثونه وکړل.

وړمه اوونۍ له جګړو ستړو افغانانو لپاره ښه خبر دا و چې دوحه کې له څه باندې یوه میاشت ځنډ وروسته د افغانانو تر منځ د سولې خبرو دویم پړاو ناستې بیا پیل شوې. وړمه اوونۍ دواړو لوریو ناسته لرله او ویې ویل چې کاري ډلو یې د خبرو پر اجنډا کار پیل کړی.

خو له هغې وروسته د دواړو لوریو د ناستو بل خبر تر اوسه نه دی خپور شوی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ويانده ناجيه انوري وايي، په تېره اونۍ کې د طالبانو او افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاویو تر منځ څو ناستې شوي، د پلاوي داخلي جلسات، په تخنیکي مسایلو او د ځینو میکانیزمونو پر جوړلو تمرکز لري او د ملاتړ هېوادونو سره په کار بوخت وو.

پژواک په دې اړه قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند ډاکټر محمد نعیم او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي له غړي او ویاند احمد نادر نادري هم وپوښتل خو ځواب یې ورنه کړ.

د سولې په تړاو د طالبانو کړنې او څرګندونې

طالبانو تېره اوونۍ کندهار کې د دولت ۵۳ بندیان خوشي کړل او ویې ویل، که څه هم امریکا د دوحې تړون په اړه خپل مسوولیت سم نه دی ادا کړی، خو دغه تړون مثبت خوا ته روان دی او پر وړاندې یې هر بدیل ناکام دی.

طالبانو د دوحې تړون د لومړۍ کالیزې په مناسبت (د کب په لسمه) په خپره شوې اعلامیه کې وویل چې یاد تړون سره له دې چې د پلي کېدو په برخه کې یې نیمګړتیاوې شته، مثبت لور ته روان دی.

هغوی د دوحې تړون ته ژمنتیا ښودلې خو تور یې لګولی چې د تړون بل لوري (امریکا) خپل مسوولیت په سمه توګه نه دی ادا کړی.

طالبانو دغه تړون افغانستان کې سولې ته د رسېدو موثره وسیله بللې او د امریکا له متحده ایالتونو یې غوښتي چې د دغه تړون په عملي کېدو سره افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

هغوی ویلي چې امنیت شورا، قطر او ټول هغه هېوادونه او بین المللي ناظرین چې د دوحې توافقنامې د انعقاد په مراسمو کې برخوال وو، د یادې توافقنامې د بشپړ عملي کېدو مسوولیت لري چې باید پوره یې کړي.

دوی زیاده کړې چې یاد تړون په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره یوه عملي لاره ایجاد کړې او که د هغې په مقابل کې د بل هر بدیل هڅه کیږي پایله به یې سر له اوسه په ناکامي محکومه وي.

طالبانو دغه اعلامیه، په رسنیو کې د ټولشموله حکومت د طرحې په اړه د خبرونو تر خپرېدو مخکې خپره کړې وه او قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم د کب په ۱۴ مه پژواک ته وویل چې د یادې طرحې په اړه معلومات نه لري.

د سولې په اړه د ګوندونو او مدني ټولنو کړنې

تېره اوونۍ ځینو سیاسي څېرو د خلیلزاد له خوا له مطرح شوې نوې طرحې څخه یو ډول ملاتړ وکړ.

د حزب اسلامی رهبر ګلبدین حکمتیار د کب په ۱۴مه وویل، له لومړي سره څرګنده وه چي په دوحه كي «د كابل حكومت او طالبانو» تر منځ مذاكرات به بې نتيجې پاى ته رسېږي او هېڅ لاسته راوړنه به نه لري.

د هغه په وینا، له کابل څخه دوحې ته تللى پلاوی د «ارګ» پلاوی دی، د حكومت سياسي اپوزيسيون او د ارګ له سیاستونو سره مخالف او هغه ګوندونه په کې شامل نه دي چي د ارګ له سياستونو سره موافق نه دي.

ده زیاته کړه:«موږ له دې سره موافق يو چي د مذاكراتو لپاره نوى او عملي بنسټ كېښودل شي؛ په دوو جنګي لوريو كي منحصر پاتې نه شي؛ ټول اغېزمن سياسي ګوندونه احتواء كړي، د مشرانو په كچه وي، د بحث اساسي موضوعات یې دوه وي: ۱- اوربند؛ ۲- ټولو لوريو ته د منلو وړ موقت حكومت رامنځته كول.»

د ولسمشر پخواني مرستیال او د جمعیت اسلامي ګوند غړي محمد یونس قانوني د کب په ۱۴مه، د خلیلزاد له خوا د ټولشموله حکومت پر طرحه خبرو ته په اشارې کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د سولې روان بهیر به په نوې نقشه کې د شکل او محتوا له مخې بدل شي او په دغه نقشه کې ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع په غټو ټکو لیکل شوې؛ په داسې حال کې چې له دغو درېیو اجماعاګانو پرته د سولې بهیر بریالیتوب ته نه شي رسېدای.

قانوني زیاته کړه چې د سولې روانې خبرې باید درې ضلعې ولري؛ داسې چې حکومت، طالبان او خلک په کې برخه واخلي.

د ولسمشر بل پخواني مرستیال او د جمعیت اسلامي ګوند غړي احمد ضیا مسعود وویل چې د سولې او اوربند لپاره باید لنډمهاله حکومت جوړ شي. د ده په اند طالبان د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې اوربند نه کوي، خو د لنډمهاله حکومت په جوړېدو سره به اوربند وکړي. ده وویل، هغه مسایل باید د اساسي قانون د تعدیل په لویه جرګه کې حل شي چې دولت یې له طالبانو سره د خبرو پر میز نه شي حل کولای.

مسعود، د خلیلزاد له خوا د ټولشموله حکومت طرحې وړاندې کېدو ته په اشارې وویل، نړیواله ټولنه هم په دې اند ده چې د افغانستان د سولې په تړاو د مطرح سیاسي څېرو غونډه جوړه شي.

پایله او غورچاڼ:

تېره اوونۍ – چې د ملکي وګړو لپاره ډېره خونړۍ وه- د امریکا له خوا افغانستان کې د «ټولشموله حکومت» موضوع مطرح شوه چې ځینو سیاسیونو ترې ملاتړ وکړ، خو د افغانستان دولتي چارواکو د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد د ټینګار تر څنګ وویل چې د دوحې تړون ګټور نه دی او هېڅ ډول طرحه باید د افغانستان د دولت په غیاب کې مطرح نه شي. طالبانو تر دې مخکې د دوحې تړون هر بدیل ناکام بللی.

په دغې اوونۍ کې یوه پاکستاني چارواکي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته شرایط برابر ونه بلل او روسيې وویل چې افغانستان کې د «امارت» بېرته راتګ د منلو نه دی.

دغو ټکو ته پام ویلی شو چې افغانستان کې د سولې پروسه په ملی او نړیواله کچه لا هم په پېچلي حالت کې ده.

Visits: 110

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.