Language

د شمال لویه لاره په سالنګ کې د زیاتې واورې له امله بنده شوه

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۹۹) : د هیواد د شمال لویه لاره په سالنګونو کې د زیاتې واورې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

له تیرو دریو ورځو راهیسې په سالنګونو کې د زیاتې واورې له امله د ټيلري لویو موټرو پرمخ تړل شوې وه.

د ټولګټو وزارت ویاند خلیل امید د کب په ۲۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې نن مازیګر د زیاتې واورې له امله دسالنګ لاره د هر ډول ترافیک پرمخ تړل شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې هلته د لیدلو کچه هم کمه او تیز باد هم الوتی دی، ځکه نو هلته دې موټرچلوونکي ځانونو خوندي سیمو ته ورسوی.

Related Topics