ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي

کندوز کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي

author avatar
13 Mar 2021 - 13:32
کندوز کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي
author avatar
13 Mar 2021 - 13:32

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ کب ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې په کندوز کې د طالبانو بريد کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په یاد ولایت کې يوې امنيتي سرچينې د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په خان اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه مرکز بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او پنځه نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.

دغه راز په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو قوماندان جنرال علي يزداني پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي، دوه ټپيان دي او پنځه نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.

قوماندان زياته کړه چې د جګړې پر مهال وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د خان اباد ولسوالۍ په شرکت سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اته حکومتي سرتېري وژل شوي او د يوه قوماندان په ګډون څلور نور ژوندي نيول شوي دي.

دا په داسې حال ده چې تېره شپه په هرات ولايت کې د موټربم بريد له امله د ملکي وګړو په ګډون لس کسان وژل شوي او ٧٠ نور ټپيان شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.