منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې دوه پوليس ووژل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۹۰ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٩) : په کابل ولايت کې د وسله والو کسانو په يوه بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز د کب په ٢٦مه، پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه نن ماښام د پغمان ولسوالۍ او ميدان وردګو ولايت ترمنځ په شاه قدم سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، دوه پوليس چې د ميدان وردګو ولايت په لوري روان و، د وسله والو کسانو په يوه بريد کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د پېښې په تړاو يې پلټنې پيل کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې تر څو ورځو وقفې وروسته په کابل کې يو ځل بيا امنيتي پېښې زياتې شوې دي.

پرون په کابل ښار کې د ملکي کسانو پر يوه کاسټر موټر چاودنه کې څلور ښځې ووژل شول او ١٣ نور کسان ټپيان شوي وو.