ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په کليوالي سيمو کې له څلورو ماشومانو یو يې اوس هم کافي اوبه نه لري”

“په کليوالي سيمو کې له څلورو ماشومانو یو يې اوس هم کافي اوبه نه لري”

author avatar
18 Mar 2021 - 19:27
“په کليوالي سيمو کې له څلورو ماشومانو یو يې اوس هم کافي اوبه نه لري”
author avatar
18 Mar 2021 - 19:27

کابل (پژواک ۲۸ کب ۹۹): یونسيف وايي، په افغانستان کې په تېره يوه لسيزه کې نږدې ۸۰ سلنه خلکو د اوبو لومړنيو خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، خو اوس دغه شمېره نږدې ۳۰ سلنې ته راکمه شوې ده.

د دې ادارې له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یونسیف له خوا د یوه نوي خپاره شوي تحلیل له مخې په نړیواله کچه له ۱،۴۲ ميلیارده خلکو څخه زیات وګړي، د ۴۵۰ میلیون کوچنیانو په ګډون، په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د اوبو د کمښت له زیات یا ډېر زیات خطر  سره مخامخ دي. دا په دې معنا چې په نړیواله کچه له پنځو څخه یو کوچنی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي اوبه نه لري.

د یونسیف اجرائیوي مسوول، هینریتا فور ويلي، په نړۍ کې د اوبو د کمښت بحران راتلونکی نه بلکې راغلی دی، خو د اقلیم بدلون به یې یواځې حالت بدتر کړي. د دې بحران تر ټولو زیات قربانیان ماشومان دي. کله چې څاګانې وچې شي، نو ماشومان د اوبو د راوړلو لپاره د ښوونځیو پرېښودلو ته مجبورېږي، هغه وخت چې وچکالي د خوراکي موادو د سرچینو کمښت رامنځته کړي، نو کوچنیان د خوارځواکۍ او د بدن له درېدلې ودې سره مخامخ کېږي او کله چې سیلابونه راشي، کوچنیان له اوبو څخه پر پېدا کېدونکو ناروغیو اخته کېږي. همدارنګه کله چې د اوبو سرچینې کمې شي، کوچنیان له ناروغیو سره د مبارزې لپاره د لاسونو وینځلو اوبو ته لاسرسی نلري.

په راپور کې زياته شوې چې د دقیقو شمېرو او اغېرمنو شویو ماشومانو د کچې له مخې 37 ‘hotspot . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.