ژبه

ملي امنیت کونړ کې یو سوداګر د تښتوونکو له بنده خوشی کړی

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د ملي امنيت رياست وايي چې امنيتي ځواکونو په کونړ ولايت کې يو سواګر د تښتوونکو له بنده ازاد کړی دی.

دغه څرګندونې هغې خبرپاڼې کې شوې چې د وري په لومړۍ نېته د ملي امنيت عمومي رياست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د عصمت‌الله په نوم دغه سوداګر ۱۵ ورځې مخکې په جلال‌اباد ښار کې وتښتول شو او وروسته د کونړ شیګل ولسوالۍ ته وړل شوی و.

دغه ریاست د یادو عملیاتو په جریان کې د دوو انسان تښتوونکو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

خوشی شوى سوداګر عصمت الله وايي چې تښتوونکو يې له کورنۍ د درې ميليونه افغانيو غوښتنه کړې وه.

هغه له ملي امنيته مننه وکړه چې دى يې د تښتوونکو له بنده خوشی کړ.

ورته موضوع